ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو

author avatar
28 Oct 2016 - 22:09
د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان ووژل شو
author avatar
28 Oct 2016 - 22:09

کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۵): د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.

د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی د لړم په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن ماخوستن په شاوخوا اوه بجو د صیاد ولسوالۍ د بند میرزاولنګ د شاتوت په څلور لاري کې شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان  رییس مومن ووژل شو او څلور ساتونکي یې ټپي شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.