کابل (پژواک، ۷ لړم ۹۵): د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان د ماین په یوه چاودنه کې وژل شوی دی.
د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوی د لړم په ۷مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا چاودنه نن ماخوستن په شاوخوا اوه بجو د صیاد ولسوالۍ د بند میرزاولنګ د شاتوت په څلور لاري کې شوې وه.
هغه زیاته کړه، چې په دې چاودنه کې د صیاد ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان رییس مومن ووژل شو او څلور ساتونکي یې ټپي شوي دي.
وسله والو طالبانو ددې چاودنې مسوولیت په غاړه اخیستی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن