ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زده کوونکود وژلوپه غبرګون د قره باغ ټول ښوونځي تړل شوي

د زده کوونکود وژلوپه غبرګون د قره باغ ټول ښوونځي تړل شوي

author avatar
29 Oct 2016 - 17:39
د زده کوونکود وژلوپه غبرګون د قره باغ ټول ښوونځي تړل شوي
author avatar
29 Oct 2016 - 17:39

غزني ښار (پژواک، ٨ لړم ٩٥): د غزني ولايت د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول چې د خلکو په وينا، پوليسو دوه زده کوونکي پر ډزو سره ووژل.

د قره باغ ولسوالۍ يو تن اوسېدونکي روح الله د لړم په ٨ مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ددې ولسوالۍ د امنيه قوماندانۍ پوليس تېره ورځ له غرمې وروسته د سلطان محمود غزنوي لېسې ته ورغلي وو.

هغه زياته کړه چې پوليس د يادې لېسې دوه زده کوونکي له ټولګي را وېستلي او وروسته يې پر ډزو سره وژلي دي.

د نوموړي په وينا، د يادې پېښې په غبرګون کې نن د ولسوالۍ ټول ښوونځي تړل شوي او تر هغه به خلاص نه شي چې امنيه قوماندان نه وي بدل شوى.

 د يادې ولسوالۍ بل اوسېدونکی محمدامين هم وايي چې نن په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړل شوي دي.

د هغه په وينا، وسله والوطالبانو د ښوونځيو مديرانو ته ويلي چې ښوونځي دې وتړي .

امين وايي چې په ولسوالۍ کې سخته نښته شوې وه، وروسته د پوليسو په جامو کې وسله وال ښوونځي ته ورغلي او دوه زده کوونکي يې وژلي دي.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد هم ياده پېښه مني خو وايي چې په دې ولسوالۍ کې د سلطان محمود غزنوي او قره باغ لېسې په ګډون يواځې دوه لېسې تړل شوې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل : ((زموږ د نهم او ۱۲ ټولګي دوه زده کوونکي وژل شوي، خو معلومه نه ده چې چا وژلي دي.))

 د پوهنې رييس وايي چې په سيمه کې نښته هم شوې چې په ترڅ کې يې دغه زده کوونکي وژل شوي دي.

عابد وويل چې په دې اړه پلټنې روانې دي او دا ستونزه يې له امنيتي ادارو سره شريکه کړې ده.

د پوهني رييس زياته کړه چې وژل شوي زده کوونکي حميدالله او فدا محمد نومېږي چې د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د غزني امنيه قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل بيا د خلکو دا ادعا ردوي چې ياد زده کوونکي د پوليسو لخوا وژل شوي دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ دوه وسله وال طالبان د پوليسو په جامه کې ياد ښوونځي ته ورغلي او دغه دوه زده کوونکي يې لومړی له ښوونځي را وېستلي، لومړى يې وهلي او بيا يې وژلي دي.

ده زياته کړه چې پېښه تر څېړنې لاندې ده.

د وسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم وايي چې په قره باغ ولسوالۍ کې ټول ښوونځي تړل شوي، خو مجاهد زياتوي چې دا ښوونځي د خلکو له لوري تړل شوي نه د وسله والوطالبانو له لوري.

د هغه په وينا، طالبان په ياده پېښه کې هېڅ لاس نه لري.

د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې ټول ټال ۵۶ ښوونځي دي چې ۲۶ يې لېسې او پاتې نور يې منځني او لومړني ښوونځي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.