ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په شبرغان ښار کې وسله والو يو ښوونځى وسوځاوه

په شبرغان ښار کې وسله والو يو ښوونځى وسوځاوه

author avatar
29 Oct 2016 - 18:37
په شبرغان ښار کې وسله والو يو ښوونځى وسوځاوه
author avatar
29 Oct 2016 - 18:37

 شبرغان (پژواک،٨ لړم ٩٥): د جوزجان د پوهنې رياست مسوولين وايي چې ناپېژاندو وسله والو شبرغان ښار کې يو ښوونځى وسوځاوه.

د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحي يشين پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه شبرغان ښار کې د حسن تابين ليسه د ناپېژاندوکسانو له لوري وسوځول شوه؛ خو د سيمې اوسېدونکي او امنيه قوماندانۍ د اطفايې منسوبين و توانېدل څو د ښوونځي  د ويجاړېدو او زياتې سوځېدنې مخنيوى وکړي او اور يې کابوکړ.

  نوموړي زياته کړه يادو کسانو وروسته له دې چې ښوونځي ته يې اور واچاوه، د ښوونځي ساتونکي (ملازم) ته يې وويل چې نجونو ته ووايي چې نور ښوونځي ته را نه شي.

د جوزجان ولايت د پوهنې رييس وويل :" ښوونځى تازه رغول شوى و او تر اوسه يې چارې بشپړې شوې نه وې او ښوونځيو ته اور اچول  د پوهې او معرفت ضد کسانو کار دى."

 د پوهنې رييس زياته کړه چې د درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې ښوونځي شتون لري؛ خو هېڅلکه نه دي سوځول شوي او دې ښوونځي ته له شکه پرته د سيمې اوسېدونکو له لوري اور اچول شوى دى.

د حسن تابين کلي  ياد ښوونځي مدير ولس خان وويل وروسته له دې چې وسله وال کسان ښوونځي ته دننه شوي دي، لومړى يې ملازم وهلى او لاسونه يې د پوليسو په ولچک ورتړلي ، وروسته يې په يوه کوټه کې اچولى او ورته يې ويلي چې ترسهارمهال له کوټې بهر نه شي او وروسته يې ښوونځي ته اور اچولى دى.

 نوموړي يادونه وکړه  چې اداره، د کتابونو ساتنې مخصوصه خونه او لابراتوار  سوځېدلي.

هغه زياته کړه :" د ښوونځي ساتونکى (ملازم) د وسله والو کسانو له تګ څخه وروسته ما ته راغى او پېښه يې را ته بيان کړه؛ ما موضوع له امنيه قوماندانۍ سره شريکه کړه او وتوانېدو چې د اطفايې او سيمې خلکو په مرسته اور کابو کړو."

 د ښوونځي مدير په وينا، دا موضوع ددې لامل شوه چې زده کونکي په اندېښنه ښوونځي ته راشي، نن چې کله ښوونځي ته له اور اچولو څخه خبر شول، زيات شمېر يې ښوونځي ته نه وو راغلي او دا موضوع کولى شي د زده کوونکو پر روحياتو ناوړه اغېز پرې باسي او د هغوى تعليمي بهير ګډوډ کړي.

 د سيدعبدالرحيم په نوم يو ښوونکي وويل :" زه پر دې کار افسوس کوم؛ چا چې دې ښوونځي ته اور اچولى د همدې سيمې او محيط دي او له شک پرته چې بهرنيانو دا کار نه دى کړى، ايا دا کسان راتلونکې کې ښځينه ډاکټرې ته اړتيا نه لري؛ ايا دا کسان غواړي چې ښځينه ناروغانې يې د نارينه وو ډاکټرانو له لوري معاينه او تداوي شي؟"

 نوموړي زياته کړه چې د ښوونځي اسناد او رسالې سوځول شوې دي هر راز کتابونه او کاغذونه په کې موجود وو، ديني کتابونه د اور خوراک شوي چې دا کار د منلو نه دى.

د حسن تابين ليسه د شبرغان ښار سوېل ته لس کيلومتره لرې د شبرغان – سرپل لويې لارې په اوږدو کې پرته ده چې دوه کاله مخکې هم د وسله والو کسانو له لوري سوځول شوې وه.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.