ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تورخم ترمینل لومړۍ برخه به ډېر ژر پرانیستل شي

د تورخم ترمینل لومړۍ برخه به ډېر ژر پرانیستل شي

author avatar
30 Oct 2016 - 16:50
د تورخم ترمینل لومړۍ برخه به ډېر ژر پرانیستل شي
author avatar
30 Oct 2016 - 16:50

جلال اباد (پژواک، ٩ لړم ۹۵): د ننګرهار د ترانسپورټ رياست چارواکي وايي چې په تورخم سرحدي ښارګوټي کې د مسافرو د اسانتيا په خاطر د جوړېدونکي عصري ترمينل د لومړۍ برخې چارې بشپړې شوې او په نږدې ورځو کې به پرانيستل شي.

دغه ترمينل چې چارې يې شاوخوا ۱۰ مياشتې وړاندې د ترانسپورټ وزارت د پرمختيايي بوديجې په پنځه سوه زره امريکايي ډالرو لګښت پيل شوې وې، لس مياشتې وخت يې د جوړېدو لپاره ټاکل شوی و.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس ډاکټر محمدايوب شرافت د لړم په ۹مه پژواک اژانس ته وويل چې د ترمينل چارې له شوي قرارداد او نېټې سره سمې روانې دي.

هغه زياته کړه‌، د ترمينل د لومړي فاز چارې بشپړې شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به افتتاح او د مسافرو پر مخ به پرانيستل شي.

دی وايي، د ترمينل د دغې برخې په اړه پخوا د تورخم ښارګوټي يو شمېر دوکاندارانو ستونزه را ولاړه کړې وه چې بيا وروسته د ولايتي ادارې او هلته د سيمه ييزو چارواکو په مرسته حل شوه.

د ننګرهار د ترانسپورټ رييس وايي چې له دغه کاره د ترانسپورت وزارت موخه دا ده چې په تورخم کې مسافرو ته اسانتيا برابره شي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړی اصحاب ولي مسلم که څه هم په تورخم ښارګوټي کې د دغسې يو ترمينل جوړېدل اړين او د مسافرو په ګټه اقدام ګڼي؛ خو وايي چې چارې يې هغسې چې اړينې دي نه دې ترسره شوي.

دی وايي، څه موده وړاندې يې له تورخم څخه د ليدنې پر مهال د دغه ترمينل چارې هم ليدلې وې چې  ورته په چارو کې شفافيت نه ښکارېده.

خو د ترانسپورت رييس وايي چې د ترمينل په چارو کې هېڅ درغلي نه ده شوې او ټولې چارې يې د قرارداد له مخې ترسره شوې دي.

د ډاکټر ايوب شرافت په وينا، د دغه ترمينل له رغنيزو چارو په منظم ډول څارنه کېده او هېڅ داسې راپور ورته نه دی ورکړل شوی.

د جلال اباد- تورخم لوی لارې يو موټر چلوونکي صابر په جلال اباد ښار کې پژواک ته وويل چې تورخم ښارګوټي کې لا هم مسافر په ستونزو کې دي او که دغه ترمينل جوړ شي؛ نو مسافرو ته به ډېره ګټه ورسوي.

دی وايي، د پېښور د اوږدې لارې ستړي مسافر په اډه کې په غير منظم ډول يوې خوا او بلې خوا ناست وي چې ډېره ستونزه يې مېرمنو ته وي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.