ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

روان کال  په شمال کې ١٠ صحرايي محکمې ترسره شوې دي

روان کال په شمال کې ١٠ صحرايي محکمې ترسره شوې دي

author avatar
30 Oct 2016 - 18:00
روان کال  په شمال کې ١٠ صحرايي محکمې ترسره شوې دي
author avatar
30 Oct 2016 - 18:00

مزارشريف (پژواک، ۹ لړم ۹۵): په شمال زون کې د يوناما مسوولين وايي چې د روان زېږديز کال په  تېرو شپږو مياشتو کې   ۱۰ صحرايي محکمې ترسره شوې دي.

د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې د لړم په ۹مه، د يوناما د شمال زون په سيمه ييز دفتر کې د ((تاوتريخجن زور زياتي لاملونه او پر ښځو يې اغيزې)) تر سرليک لاندې غونډه وشوه.

د شمال زون د يوناما د ښځو چارو د برخې مسوولې مېرمن سلما اصولي د يادې غونډې په ترڅ کې د خپلو خبرو په اوږدو کې وويل  چې په روان کال کې د وسله والو مخالفينو لخوا د تاوتريخجن  زور زياتي ځينې بېلګې له دوی سره ثبت دي.

نوموړې زياته کړه چې د ۲۰۱۶ زيږدېزکال په تېرو شپږو مياشتو کې د وسله والو مخالفينو لخوا ۱۰ صحرايي محکمې تر سره شوې دي.

هغې د ياد محکمو د ترسره کېدو په تړاو ډېر جزييات ورنه کړل.

خو د شمال زون د بشر حقونو خپلواک کمېسيون رييس سيداحمد سامع پژواک ته وويل چې له دوی سره د وسله والو مخالفينو ۶ صحرايي محکمې ثبت شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې دغه محکمې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې په جوزجان او سرپل ولايت کې ترسره شوې دي.

هغه د شمال زون په څلورو ولايتونو، سمنګان، بلخ، جوزجان او سرپل ولايتونو کې د ښځو پر وړاندې د کورني او ټولنيز تاوتريخوالي پېښې هم د اندېښنې وړ وبللې.

سامع وويل چې په روان کال کې تر دې دمه په دغو ولايتونو کې له دوی سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۸۰ پېښې ثبت شوې دي.

په دې غونډه کې د بلخ د ښځو چارو رييسې شهلا هم برخه لرله، نوموړې د يادې غونډې په څنډه کې وويل چې په دغه ولايت کې د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي پر ضد بايد مبارزه وشي.

نوموړې زياته کړه چې په روان کال کې په بلخ کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۲۸۱ پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

هغه وايي چې مدني بنسټونه، ديني عالمان او رسنۍ له دولت سره د ښځو پر وړاندې د شته تاوتريخوالي په مخنيوي کې ښه مرسته کولی شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.