ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عظيمي: د عمل برنامې له لارې په ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت مخه نيسو

عظيمي: د عمل برنامې له لارې په ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت مخه نيسو

author avatar
30 Oct 2016 - 17:55
عظيمي: د عمل برنامې له لارې په ولايتونو کې د نشه يي توکو د کښت مخه نيسو
author avatar
30 Oct 2016 - 17:55

جلال اباد (پژواک، ۹ لړم ۹۵): د نشه يي توکو د مبارزې وزيره وايي، د ننګرهار، کونړ او لغمان له مسوولينو يې ژمنه اخيستې، چې په ولايتونو کې به يې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په مخنيوي کې مبارزه کوي.

سلامت عظيمي دا څرګندونې د لړم په ٩مه په جلال اباد ښار کې د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال خبريالانو ته وکړې.

سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کنفرانس په پيل کې وويل، تر کنفرانس وړاندې د درېيو ولايتونو مسوولينو او د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې د يوې غونډې پرمهال ژمنې سره وکړې، چې په خپلو ولايتونو کې به د نشه يي توکو د کر او قاچاق مخه نيسي.

د ده په وينا، په ننګرهار کې د پخوا په پرتله د نشه يي توکو په کښت کې ۴۳ سلنه زياتوالی راغلی، چې دوی به سږکال د کوکنارو د کر لپاره ځانګړي او جدي اقدامات وکړي.

والي زياته کړه: ((هڅه کوو چې داسې وخت کوکنار له منځه يوسو، چې نه بيا وکرل شي، نه هم خلکو ته زيان ورسېږي او نه هم د بل حاصل مخه ونيسي.))

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيرې سلامت عظيمي وويل، پخوا د نشه يي توکو د کښت د مخنيوي لپاره ډېرې پيسې مصرف شوي؛ خو ځکه يې پايله نه ده ورکړې چې ډونرانو خپله مصرف کړې دي.

هغې زياته کړه، د ملي يووالي حکومت له نشه يي توکو سره د مبارزې په اړه خپل هوډ تازه کړی او د ښې مبارزې په خاطر يې د عمل برنامه جوړه کړې ده.

نوموړې د عمل برنامې په اړه وويل: ((د دې برنامې له لارې موږ له سيمه ييزو چارواکو ژمنه اخلو، چې د نشه يي توکو پر ضد مبارزه کې به موږ سره فعاله ونډه اخلي.))

خو د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزيره، ځکه د نشه يي توکو پر ضد پر مبارزې ډاډمنه نه ده، چې په خبره يې، نشه يي توکي په داسې ځايونو کې کرل کيږي، چې هلته ناامني وي.

عظيمي دا نه ردوي، چې د نشه يي توکو په قاچاق او کاروبار کې دې ځينې سيمه ييز زورواکي لاس ولري؛ خو وايي چې په دې اړه بايد کشفي ارګانونه پلټنې وکړي، چې دغه کسان څوک دي او بايد امنيتي ارګانونه يي د نيولو لپاره لاس په کار شي.

بلخوا د ننګرهار والي، هم مني چې د نشه يي توکو په کښت، قاچاق او کاروبار کې سيمه ييز زورواکي لاس لري؛ خو وايي، په دې برخه کې له هېچا نه ډارېږي.

هغه وويل: ((لکه څنګه مې چې په هلمند کې له دغسې اشخاصو سره مبارزه کړې او د نشه يي توکو په کښت او قاچاق کې مې کموالی راوستی دی، همداسې به دلته هم مبارزه کوو.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.