کابل (پژواک ٩ لړم ٩٥): د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ادارې مشر، د فساد پر وړاندې د مبارزې او د هغو کسانو د محاکمه کولو په اړه چې په افغانستان او امريکا کې يې د مرستو په غلا کې رول درلود، خبر ورکړى دى.
د دولت د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي يووالي حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا د څار ځانګړې ادارې له مشر جان سوپکو او له هغه سره له راغلي پلاوي سره ليده کاته کړي دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دغه ناسته کې د هېواد اجراييه رييس، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د څارنې ادارې د ياد مشر او د هغه د همکارانو ستاينه کړې ده.
نوموړي وويل، د ملي يووالي حکومت د روڼتيا او له فساد سره د مبارزې اصل ته ژمن دى او په دغه برخه کې نه يواځې د څار ادارې له فعاليتونو، بلکې په ټوله معنا له يادې ادارې سره مرستې کولو ته چمتو دى.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې سوپکو له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ياد بنسټ لنډ راپور وړاندې کړ.
نوموړي ټينګار وکړ چې د ده تر مشرتابه لاندې اداره به د فساد پر وړاندې د مبارزې او د هغو کسانو د محاکمې په اړه چې په افغانستان او امريکا کې يې د مرستو پيسې جيبونو ته کړي، کلک ګامونه پورته کړي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په ياده ناسته کې دغه راز د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د ملي يووالي حکومت د ګامونو پورته کولو، عدلي او قضايي بنسټونو کې د پراخه اصلاحاتو، د افغان حکومت د لومړيتوبونو او د بروکسل ناستې د لاسته راوړنو په اړه خبرې اترې وشوې.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن