ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هوايي بريدونوکې ۹ وسله وال وژل شوي

په هوايي بريدونوکې ۹ وسله وال وژل شوي

author avatar
30 Oct 2016 - 13:34
په هوايي بريدونوکې ۹ وسله وال وژل شوي
author avatar
30 Oct 2016 - 13:34

اسعد اباد (پژواک، ٩ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې په کونړ ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريدونو کې ٩ وسله وال وژل شوي دي.

د کونړ د والي وياند عبدالغني مصمم د لړم په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا هوايي بريدونه پر دانګام او غازي اباد ولسواليو ترسره شوي دي.

هغه زياته کړه چې تېره شپه  د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د غازي اباد ولسوالۍ پر هيل ګل سيمه بريد کړی چې په ترڅ کې يې پنځه وسله وال وژل شوي دي.

دغه راز نوموړي وويل چې پر دانګام ولسوالۍ هم د هوايي بريد په ترڅ کې څلور وسله وژل شوي او د هغوى ٧٥ ملي متري توپ او يوه دهشکه له منځه وړل شوي دي.

بخلوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد په دانګام ولسوالۍ کې  بمبار مني ، خو وايي چې د دوی ملګرو ته په کې هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د يادونې ده چې له تېرې ېوې اوونۍ راهسې د کونړ ولايت په غازي اباد ولسوالۍ کې د ايتلافي ځواکونو دا درېيم بريد دى چې وسله والو مخالفينو ته په کې درنه مرګ ژوبله اوړي.

امريکا ويلي چې تېره اوونۍ په لومړي بريد کې د افغانستان لپاره د القاعدې شبکې مشر له خپلو دوو قوماندانانو سره وژل شوى دى. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.