کندهار (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د کندهار په نېښ ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د ماين چاودنه شوې چې په کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
پېښه تېره ورځ مازديګر ناوخته د دې ولسوالۍ په باغ پاى سيمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د امنيې قومندانۍ وياند ضيا دراني د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، درې ملکي وګړي چې په يو سراچه موټر کې سپاره وو، د سړک د غاړې ماين ورباندې چاودنه کړې ده.
د ده په خبره، په دې چاودنه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي چې ټپيان د پوليسو په همکارۍ د کندهار ښار ميرويس روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له لوري امنيتي ځواکونو ته اېښودل شوى و چې ملکي وګړي يې ښکار شول.
د يوه بل خبر له مخې، پوليسو د کندهار ښار په ١٤مه امنيتي حوزه کې يو ځانمرګى بريد کوونکى نيولى دى.
دراني وويل، ځانمرګى بريد کوونکي محمد هارون نومېږي او په حافظ مشهور دى چې د ده د معلوماتو له مخې د بلوچستان ايالت په کوېټه ښار کې يې د مولوي عبدالخالق په نوم په يوه مدرسه کې زده کړې کولې.
نوموړي په دې اړه معلومات ور نه کړل چې د ځانمرګي بريد کوونکي د بريد هدف کوم ځاى و، خو ويې ويل چې له هغه څخه پلټنې پيل شوي دي.
دغه ځانمرګى بريدګر داسې مهال نيول کېږي چې تېره ورځ د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې په ساحه کې د همدې حوزې د پوليسو پر ګزمه ځانمرګى بريد وشو چې يو پوليس په کې ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن