ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ کې د یوې چاودنې مخه نیول شوې

کونړ کې د یوې چاودنې مخه نیول شوې

author avatar
30 Oct 2016 - 13:01
کونړ کې د یوې چاودنې مخه نیول شوې
author avatar
30 Oct 2016 - 13:01

خوست- اسعداباد (پژواک، ٩ لړم ٩٥): د کونړ چارواکي وايي چې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل يې يې نيولى دی.

بلخوا د خوست ولايت پوليسو ۷ تنه د بېلابېلو جنايي جرمونو په تور نيولي دي.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د لړم په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل چې له چاودېدونکو توکو ډک موټر اسعداباد ښار ته ننباسي او بيا چاودنه ورکړي.

هغه زياته کړه چې د ملي امنيت موظفينو دغه کسان د ښار ختيځ لور ته  د شاخېلو په سيمه کې  نيولي او د خونړۍ پېښې مخه يې نيولې ده.

بلخوا د خوست امنيه قوماندان مل پاسوال فيض الله غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد اوه کسان يې د وسله والو غلو، قتل، اختطاف او د نشه يي توکو د قاچاق په تور د دغه ولايت په مختلفو سيمو کې نيولي دي.

نوموړي همداراز وويل چې له يادو کسانو سره يو کرولا موټر، دوه موټرسايکل، يوه تومانچه او درې لېتره الکولي مشروبات هم نيول شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په ټوله کې ۷ کسان دي، په دې اوو کسانو کې ۲ تنه د موټرو غله، ۲ تنه قاتلين، ۲ تنه د نشه يي توکو قاچاقبران او يو تن د اختطاف په تور نيول شوی، چې دا مهال تر څېړنو لاندې دي.))

امنيه قوماندان فيض الله غيرت زياته کړه چې د پخوا په پرتله په دغه ولايت کې د جنايي جرمونو کچه کې ټيټوالی راغلی چې عمده لامل يې له امنيتي ځواکونو سره د خلکو همکاري په ګوته کوي.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.