ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي : کونړ کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

والي : کونړ کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
1 Nov 2016 - 15:27
والي : کونړ کې لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
1 Nov 2016 - 15:27

اسعد اباد (پژواک، ١١ لړم ٩٥):چارواکي وايي چې دکونړ ولايت په مرکز او بېلا بېلو ولسواليو کې د دوه ورځنۍ جګړې پر مهال لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز دوى وايي چې په دې جګړو کې ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته هم زيان اوښتى دى.

د کونړ والي وحيد الله کليمزي د لړم په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو مخالفينو دوه ورځې مخکې د ولايت پر مرکز، سرکاڼو، ماڼوګي وټپور او دانګام ولسواليو بريدونه کړي وو.

هغه زياته کړه چې د وسله والو مخالفينو بريدونه په شاتمبول شوي او نن په يادو سيمو کې جګړه درېدلې ده.

والي وايي چې په دې جګړو کې ٤٧ وسله وال مخالفين وژل شوي، ١٢ تنه يې ټپيان دي او په وژل شويو کې يې يو قوماندان هم شامل دى.

کليمزي دغه راز وويل چې په دې جګړو کې درې دولتي سرتېري هم وژل شوي او اووه تنه نور ټپيان دي.

دغه راز والي وايي چې د ولايت پر مرکز او يو شمېر ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو په بريدونو کې ١٨ ملکي وګړي هم  ټپيان شوي  چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

بلخوا طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په دې جګړه کې يواځې درې وسله وال طالبان وژل شوي او اووه تنه نور يې  ټپيان دي.

هغه ادعا وکړه چې دوى درې ټانکونه له منځه وړي، ګڼ شمېر پوستې يې نيولې او يو شمېر دولتي سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.