ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک د پاکستان توغندیزو بریدونو اندېښمن کړي

د پکتیا د ځاځي اریوب خلک د پاکستان توغندیزو بریدونو اندېښمن کړي

author avatar
2 Nov 2016 - 13:53
د پکتیا د ځاځي اریوب خلک د پاکستان توغندیزو بریدونو اندېښمن کړي
author avatar
2 Nov 2016 - 13:53

ګردېز (پژواک، ١٢ لړم ٩٥): د پکتيا د ځاځي اريوب ځيني اوسيدونکي وايي چې تېره شپه د دې ولسوالۍ يو شمېر سيمې پاکستاني پوځيانو پر توغنديو ويشتلې دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي اندېښنه ښيي که چېرې د توغنديو توغولو لړۍ همداسې دوام وکړي نو د خلکو ژوند به له ګواښ سره مخ شي.

د ځاځي اريوب ولسوالۍ قومي مشر محمدانور صديقي د لړم په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه له نهو بجو تر سهاره د دې ولسوالۍ بېلابېلې سيمې د پاکستان د پاړاچنار له سيمې په توغنديو ويشتل شوې دي.

نوموړی وايي چې دغه توغندي د ولسوالۍ په ځدراڼو سيمې، سلطان جبه او د منډير په سيمو لګېدلي چې تر اوسه پورې د مرګ ژوبلې کوم خبر نه لري.

صديقي وايي که چېرې د دغو بریدونو مخه ونه نيول شي نو ښايي خلک له ستونزو سره مخ کړي.

د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي محمديوسف هم پژواک ته وويل چې تېره شپه يې څو ځلې د توغنديو غږونه اورېدلي دي.

ده هم وويل چې دغه توغندي د ګاونډي هېواد پاکستان له لوري پر ځاځي اريوب ولسوالۍ توغول شوي دي.

دغه راز د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ هم مني چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر بېلابېلو سيمو د پاکستان له خوا توغندي لګېدلي دي.

نوموړی وايي چې د ويشتل شوو توغنديو شمېر تر دېرشو پورې رسېږي او تر اوسه پورې يې کومه مرګ ژوبله نه ده اړولې.

ځدراڼ وايي، ويشتل شوي توغندي د نړيوالو قوانينو خلاف عمل دی او که چېرې بيا دا ډول کار تکرار شو نو دوی به يې پر وړاندې اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د پاکستاني پوځيانو له لوري کونړ، پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، نورستان، کندهار او ځينو نور ولايتونه په وقفه يي ډول پر توغنديو ويشل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.