ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د ۱۲ میليونه افغانیو په لګښت مدرسه جوړېږي

غزني کې د ۱۲ میليونه افغانیو په لګښت مدرسه جوړېږي

author avatar
3 Nov 2016 - 16:19
غزني کې د ۱۲ میليونه افغانیو په لګښت مدرسه جوړېږي
author avatar
3 Nov 2016 - 16:19

غزني (پژواک، ١٣ لړم ٩٥): په غزني کې د زون په کچه د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت د يوې مدرسې د جوړېدو چارې پيل شوې.

د غزني والي عبدالکريم متين د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه مدرسه د زون په کچه جوړېږي او په کې به د غزني تر څنګ د ميدان وردګو، پکتيکا، پکتيا او باميانو زده کووونکي هم کولاى شي زده کړې په کې وکړي.

هغه وويل: ((دا یو ستر ګام دى موږ د عصري زده کړو تر څنګ دیني زده کړو ته هم پوره اړتیا لرو.))

د والي په وينا، په غزني کې اوسمهال لسګونه نورې مدرسې هم شته چې سلګونه کسان په کې زده کړې کوي.

ده وويل: ((زه د شرکت له کارکوونکو غواړم چې سم کار وکړي، که چېرې يې کار سم نه و، زه بيا دا پروژه بل شرکت ته ورکوم.))

دغه راز په دې غونډه کې د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد وويل چې دغه مدرسه د ١٢ ميليونه افغانيو په لګښت د دوو کلونو په موده کې جوړېږي.

ده زياته کړه چې د دې مدرسې مالي لګښت د عمان هېواد له لوري ورکول کېږي.

هغه وايي چې دغه مدرسه به د درسي خونو تر څنګ، لابراتور، د کمپيوټر خونه او نور اړين وسايل هم ولري.

عابد وايي چې په راتلونکي کې به د دې مدرسې لپاره ليله هم جوړه شي او دا به بيا د هېواد په کچه يوه لويه مدرسه وي.

د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې دلته داسې يوه لويه مدرسه جوړېږي.))

خو ده وويل چې په دغه ولايت کې ډېرې مدرسې شته خو د کتابونو او نورو وسايلو په برخه کې ستونزې لري.

د غزني د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې له دوې سره ٣٢ ديني مدرسې تر اوسه ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.