ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د افغانۍ دودولو په خاطر کرکټ سيالۍ ترسره شوې

ننګرهار کې د افغانۍ دودولو په خاطر کرکټ سيالۍ ترسره شوې

author avatar
3 Nov 2016 - 18:35
ننګرهار کې د افغانۍ دودولو په خاطر کرکټ سيالۍ ترسره شوې
author avatar
3 Nov 2016 - 18:35

جلال اباد (پژواک، ۱۳ لړم ۹۵): په ننګرهار کې د "افغانۍ زموږ هويت دی" تر عنوان لاندې د کرکټ درې شل اووريزې سيالۍ د ننګرهار اتلان لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې د پکتيا تېرې او د ننګرهار اتلان لوبډلو ترمنځ په جلال اباد ښار کې وشوې، د لړم په ۱۳ مه يې پای لوبه ترسره شوه.

مسوولينو د دغو لوبو موخه په هېواد کې د افغانيو بشپړ چلند او د دواړو ولايتونو لوبغاړو ترمنځ يووالی او همغږي په ګوته کړه.

د دې سياليو په لړ کې د پکتيا ولايت د ځوانانو پارلمان وکيل ډاکټر شفيق الله سحر وويل، د دې سياليو موخه په سرحدي ولايتونو کې د افغانۍ د بشپړ چلند په اړه عامه پوهاوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((افغانۍ زموږ هويت دی او له دولت څخه غواړو، چې د بهرنيو پيسو د چلند مخه ونيسي او هېوادوال بايد په راکړه ورکړه کې له افغانۍ کار واخلي.))

دهغه په وينا، په پام کې لري چې له دې وروسته دغه پروګرام د هېواد نورو سرحدي ولايتونو ته هم وغځوي.

همدارنګه د دې سياليو په وروستۍ يا درېيمه لوبه کې لومړۍ منډې د ننګرهار اتلان لوبډلې پيل کړې او په ټاکل شوو شلو اوورونو کې يې مېلمه د پکتيا ولايت تېرې لوبډلې ته د يوسلو څلور دېرش منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې مېلمه لوبډلې ونه شو کولای، چې ټاکل شوي هدف ته ځان ورسوي او په څوارلس منډو سره يې ماتې وخوړه.

په دې سره د ننګرهار اتلان لوبډلې وکړای شول، چې دوه د يو په پايلې سره د شل اووريزو سياليو دغه سيالۍ په خپل نوم کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.