ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: د غور د وروستې پېښې غچ  به اخلم

غني: د غور د وروستې پېښې غچ به اخلم

author avatar
4 Nov 2016 - 16:30
غني: د غور د وروستې پېښې غچ  به اخلم
author avatar
4 Nov 2016 - 16:30

فيروزکوه(پژواک،١٤لړم٩٥): ولسمشر د غور امنيتي چارواکيو ته امر وکړ چې په دې ولايت کې د امنيت د تامين په موخه له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او چا ته د امنيت د کډوډلو اجازه ورنه کړي.

ولسمشر محمداشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د لړم په ١٤مه د یو لوړ پوړي دولتي پلاوي سره دې ولايت ته سفر وکړ.

ولسمشر په دې سفر کې لومړى د غور له چارواکيو او په دې ولايت د وروستې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره وکتل او بيا يي په يوه لويه غونډه کې ګډون وکړ.

په ياده غونډه کې د غور د ولايتي شورا ريس فضل الحق احسان وويل چې په دې ولايت کې بايد امنيت ټينګښت ومومي او عمومي سړک يې بايد جوړ شي.

ده ټينګار وکړ چې په غور کې د امنيتي ځواکونو شمير کم دى بايد دغه شميره هم لوړه شي.

په دې غونډه کې يو شمير نورو چارواکيو هم خبرې وکړې.

د غونډې په پاې ولسمشر محمد اشرف غني وويل چې د يادې پېښې د قربانيانو غچ به ضرور اخلي.

د هغه په وينا د غور ولايت لپاره ډيره ښه پلانونه لري چې وار په وار به يې پلي کړي.

ولسمشر دا هم وويل چې ځيني ستونزو له امله دوى نه شي کولاى خپل پلانونه په وخت سره تطبيق کړي.

هغه د بيلګي په توګه وويل چې ګڼ شمير وزيران په دې نه دي توانيدلي چې د روان کال په اوږدو کې د خپلې پراختيايي بوديجي ډيره برخه ولګوي.

غني د غور خلکو ته ډاډ ورکړ چې په نږدې راتلونکي به بيا دې ولايت ته سفر وکړي او د دې ولايت د خلکو به لپاره به يو لړ وړانديزونه هم له ځانه سره ولري.

ولسمشر له وسله والو مخالفينو سره د مبارزې په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا تحرک او شریکو هڅو ټینګار وکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.