واشنګټن (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د امريکا دفاع وزارت (پنټاګون) په افغانستان کې د القاعده شبکې د مهم غړي القطاني وژنه تاييد کړه.
د پنټاګون وياند پيټرکوک په واشنګټن کې خبريالانو ته ويلي چې د دوی هوايي ځواکونو د روان لمريز کال د لړم په ٦مه د القاعدي شبکې دغه مهم غړی په افغانستان کې په نښه کړى و.
سرچينې زياته کړې چې د القاعدې دغه مشر فاروق القطاني نومېده او په افغانستان کې يې د يادې ډلې د کسانو مشري او تنظيم پر غاړه لرل.
د امريکا دفاع وزارت ويلي، د القاعده مشر فاروق القطاني يې هغه مهال په کونړ ولايت کې وواژه چې له طالب وسله والو سره يې د نوو مرکزونو پر جوړولو سلا مشورې کولې.
دغه بريد چې د کونړ پر غازي اباد ولسوالۍ کې ترسره شوى و، په ترڅ کې يې ګڼو نورو وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
د افغانستان د ملي امنيت لوى رياست هم په ياد بريد کې د القطاني تر څنګ د القاعدې د دوو نورو مشرانو د وژل کېدو خبر ورکړى و.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن