د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د غزني پر واغظ ولسوالۍ برید کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د غزني پر واغظ ولسوالۍ برید کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 05, 2016 - 15:06

غزني ښار (پژواک، ١٥ لړم٩٥): چارواکي وايي چې لسګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د غزني پر واغظ ولسوالۍ بريد کړى او اوس هم په سيمه کې جګړه روانه ده.

د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند فهيم امرخېل د لړم په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دوو موټربم موټرو په وسيله د شپې له خوا پر يادې ولسوالۍ بريد کړى و.

هغه زياته کړه، هغوى يوه موټر ته چاودنه ورکړه، خو بل يې ناچاودېدلى د ولسوالۍ په ودانۍ کې ولاړ دی.

د امرخېل په وينا، تر سهاره پورې په دې جګړه کې د نظم عامه پوليسو قوماندان وژل شوى او د ولسوالۍ د امنيې قوماندان په ګډون پنځه پوليس ټپيان شوي دي.

د امنيې قوماندانۍ وياند دغه راز وويل چې په دې جګړه کې تر اوسه پورې د وسله والو طالبانو د يوه قوماندان په ګډون ۶ تنه وژل شوي او څو نور ټپیان دي.

نوموړي زياته کړه چې وسله وال طالبان د خلکو له کورونو پر امنيتي ځواکونو هاوانونه ولي او اوس هم په سيمه کې نښته روانه ده.

فهيم امرخېل وايي، وسله وال طالبان لومړى د سيمې په يوه جومات کې سره راټول شوي وو‌ او بيا يې په يوه بجه پر ولسوالۍ بريد پيل وکړ.

د هغه په وينا، سيمې ته تازه دمي سرتېري رسېدلي او نښته د ولسوالۍ له مرکز څخه لرې ساحو کې روانه ده.

امرخېل زياتوي، وسله والو طالبانو هڅه کوله چې ولسوالۍ ونيسي، خو په دغه کار کې بريالي نه شول.

خو د دغه ولايت يوې بلې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د شپې له خوا ولسوالۍ نيولې وه، خو سهار ترې بېرته پر شا شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر اسدالله شجاعي چې اوس مهال سيمې ته تللی، د ټيلېفون په ليکه پژواک اژانس ته وويل له وسله والو طالبانو سره دوه موټر چې له چاودېدونکو ډک وو، يوه ته يې چاودنه ورکړې او بل اوس د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی.

هغه زياتوي چې د دوى د انجنيرۍ ټېم به وروسته دغه موټر ته چاودنه ورکړی.

شجاعي وويل چې وسله وال طالبان يې له سيمې شړلي، خو له لرو سيمو په وقفه يي توګه ډزې کوي.

د واغظ ولسوالۍ د شېر ګوډلو سيمې اوسېدونکي جان محمد پژواک ته وويل چې تېره شپه پر ولسوالۍ درنه جګړه شوې او اوس هم خال خال ډزې کېږي.

د هغه په وينا، سهار يې په خپله وليدل چې سهار وسله وال طالبان له ودانۍ څخه ووتل او د ولسوالۍ په ودانۍ کې اور لګېدلى و.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې دوى تېره شپه د واغظ ولسوالۍ نيولې وه او سهار ترې بېرته وتلي دي.

هغه ادعا وکړه چې په دې نښتو کې ١١ دولتي سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي، دغه راز مجاهد په دې ټوله نښته کې يواځې د درېيو طالبانو ټپي کېدل تاييد کړل.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan