ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سمنګان کې يوه کس خپله ٢٥ کلنه مېرمن وژلې

سمنګان کې يوه کس خپله ٢٥ کلنه مېرمن وژلې

author avatar
5 Nov 2016 - 16:06
سمنګان کې يوه کس خپله ٢٥ کلنه مېرمن وژلې
author avatar
5 Nov 2016 - 16:06

ايبک (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): د سمنګانو ولايت د حضرت سلطان ولسوالۍ په اورلمش کلي کې يوه کس خپله ٢٥ کلنه مېرمن په وهلو-وهلو وژلې او له هغه وروسته تښتېدلى دى.

د حضرت سلطان ولسوال سراج الدين فطرت وويل چې ياده پېښه پرون د کورنۍ اختلافونو له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي د دغو اختلافونو په اړه جزيات وړاندې نه کړل او ويې ويل چې پوليسو د يادې مېرمنې د مېړه دوه خپلوان له هغه سره د تېښتې د همکارۍ په تور نيولي دي.

د سمنګانو د ښځو چارو رياست د حقوقو مديرې ملالۍ ساپي وويل، له امنيتي ځواکونو يې د يادې وژل شوې مېرمنې د مېړه د نيولو غوښتنه کړې، څو هغه د هېواد د نافذه قوانينو په چوکاټ کې سزا وويني.

دا په داسې حال کې ده  چې د روان کال د چنګاښ مياشتې په وروستيو کې د جوار اورلمش اړونده د چوچمن کلي کې يوه ١٨ کلنه نجلۍ د خپلې کورنۍ له لوري له يوه کس له تښتېدو وروسته ووژل شوه.

د يادې قضيې د تورنو کسانو د نيول کېدو په اړه هم تر اوسه څه نه دي ويل شوي.

د سمنګانو د ښځو چارو رياست د حقوقو مديرې د معلوماتو پر بنسټ، په ياد ولايت کې په روان کال په تېرو اوو مياشتو کې د ښځو د درې قتل پېښې په ګډون د دوى پر وړاندې د تاوتريخوالي ٨١ پېښې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.