فراه (پژواک، ١٥ لړم ٩٥): چارواکي وايي، د فراه په خاکسفېد ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې د طالبانو يو سميه ييز قوماندان او د هغه څلور ملګري وژل شوي دي.
د خاکسفېد ولسوال عبدالخالق نورزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه بريد تېره ورځ له غرمې وروسته د دې ولسوالۍ په "دېوال سرخ" سيمه کې د طالبانو پر يو سراچه موټر شوى دى.
د ده په وينا، په دغه موټر کې د پنځو وژل شوو وسله والو طالبانو له ډلې يو تن د حاجي جبار په نوم د طالبانو مهم سيمه ييز قوماندان دى.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن