غزني (پژواک، ١٦ لړم ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د ولايتي شورا ډېرى غړي دندو ته نه حاضرېږي او د ځينو ادارو په چارو کې لاسوهنې هم کوي.
د افغانستان د کار قانون له مخې، پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکي نه شي کولاى له درېيو ورځو پرله پسې ډېره غير حاضري وکړي.
د غزني د ګيرو ولسوالۍ اوسېدونکي محمد اکرم د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له يوې اونۍ راهيسې د ولايتي شورا د غړو د ملاقات انتظار کوي خو هغوى دندو ته نه حاضرېږي.
ده وويل: ((زه له ګيرو نه راغلى يم، غواړم تذکره واخلم خو ولايتي شورا کې هېڅوک نشته چې زما عريضه تاييد کړي.))
هغه تور پورې کړی چې د ولايتي شورا غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د يو شمېر ادارو په چارو کې لاسوهنې هم کوي.
دغه راز د غزني د اب بند ولسوالۍ اوسېدونکي جان محمد هم وايي: ((موږ چې هره ورځ ولايتي شورا ته راځو په دروازه کې پوليس راته وايي چې وکيلان نشته دي، سبا ته راشئ.))
د ده په وينا، د ولايتي شورا ډېرى غړي يا په سياحتي سفرونو بوخت دي او که غزني ته را هم شي، يواځېنۍ دنده يې په دولتي ادارو کې د خپلو کسانو ګومارل دي.
د غزني ښار اوسېدونکي محمد ابراهيم پژواک ته وويل چې د غزني د ولايتي شورا غړي د شخصي بوختياوو له مخې ډېرى وخت ناسوب وي.
هغه وايي: ((خلکو دوى ته رايه ورکړه تر څو د دوى له لارې خپل غږ د حکومت تر غوږونو ورسوي، خو دوى په خپلو دندو کې نشته، په دې کار سره يې خلک ډېر غوسه کړي دي کېداى شي بل ځل هېڅوک د ولايتي شورا کانديد ته رايه ور نه کړي.))
د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي له دولته تنخوا او نور امتيازات ترلاسه کوي خو د خپلو مسووليتونو پر وړاندې بې پروا دي.
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا يو شمېر غړي يې په چارو کې لاسوهنې کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن