ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې یو طالب قوماندان وژل شوی او دوه بهرني وسله وال نيول شوي

ننګرهار کې یو طالب قوماندان وژل شوی او دوه بهرني وسله وال نيول شوي

author avatar
6 Nov 2016 - 13:59
ننګرهار کې یو طالب قوماندان وژل شوی او دوه بهرني وسله وال نيول شوي
author avatar
6 Nov 2016 - 13:59

جلال اباد (پژواک، ۱۶ لړم ۹۵): د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې په لعلپورې ولسوالۍ کې يې د يوې نښتې پر مهال يو طالب قوماندان وژلی او په اچين کې يې د پلټنو پر مهال دوه بهرنيان نيولي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۱۶مه پژواک اژانس ته وويل چې تېره ورځ د لعلپورې ولسوالۍ کرکټ ميدان سيمه کې د پوليسو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې يې د وسله والو طالبانو يو ډلمشر عمر وژل شوی دی.

هغه وايي چې په دې جګړه کې پوليسو او ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.

بلخوا د ننګرهار اچين ولسوالۍ اړوند عبدالخېلو په سيمه کې د پوليسو د پلټنې پر مهال د لشکر اسلام دوه تنه فعال غړي جان محمد او جيناد ونيول شول.

د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونمل حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې له نيول شوو کسانو سره پاکستاني شناختي کارتونه هم موندل شوي او د خيبر ايجنسۍ اوسېدونکي دي چې اچين ولسوالۍ ته د تخريبي کړنو په موخه راغلي وو.

دغه راز د ننګرهار له امنيې قوماندانۍ څخه پژواک ته په راستول شوې يوه خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار بټي کوټ ولسوالۍ اړوند سرګردان چوک په سيمه کې امنيتي ځواکونو د ګزمې پر مهال پنځه ماينونه کشف او شنډ شوي دي.

خبرپاڼه کاږي چې د امنيتي ځواکونو د معلوماتو له مخې دغه ماينونه د وسله والو مخالفينو له لوري په ياده سيمه کې د تخريبي کړنو په موخه ځای پر ځای شوي وو چې په له منځه وړو سره يې د لويې پېښې مخنيوی وشو.

دغه راز د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره پژواک ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د جلال اباد ښار په شپږمې ناحيې کې ګډو امنيتي ځواکونو عمليات کړي چې په ترڅ کې يې درې ميله کلاشينکوف، دوه تومانچې او يو ميل ټوپک ترلاسه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې امنيتي ځواکونو د پلټنو او عملياتو په ترڅ کې تر دې وړاندې هم د جلال اباد شاوخوا سيمو او ولسواليو کې لسګونه ميله وسلې کشف او ترلاسه کړې دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه تر اوسه رسنيو ته څه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.