ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه سرحدي پوليس وژل شوي

author avatar
6 Nov 2016 - 16:55
author avatar
6 Nov 2016 - 16:55

کندهار (پژواک، ١٦ لړم ٩٥): په کندهار ولايت کې د وسله والو طالبانو په يوه بريد کې د يوه قوماندان په ګډون پنځه سرحدي پوليس وژل شوي دي.

د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د لړم په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د ارغستان ولسوالۍ د سرې غبرګې په سيمه کې د سرحدي پوليسو پر پوستې بريد کړى و.

هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ګ‌ڼ شمېر وسله والو برخه اخيستې وه‌ چې په پايله کې يې د پوستې د قوماندان په ګډون پنځه سرحدي پوليس ووژل شول.

خو د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک اژانس ته وويل چې په دغه بريد کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.

د نوموړي په وينا، سرحدي پوليسو سخت مقاومت کړى او ګڼو وسله والو مخالفينو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، خو ده ته يې کره شمېره نه وه معلومه.

طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي چې په دې نښته کې د قوماندان په ګډون ١٣ پوليس وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان دي.

هغه وايي چې په دې نښته کې يواځې يو طالب وژل شوى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.