سرپل (پژواک ١٨ لړم ٩٥): سرپل کې له يوه سيمه ييز پوليس سر غوڅ شوى او دغه راز د دولت څلور وسله وال مخالفين چې له دې وړاندې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وو، يو ځل بيا له خپلو وسلو سره د طالبانو له ليکو سره يوځاى شوي دي.
د سرپل امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون امر سيد نقيب الله درمان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون شپه وسله والو طالبانو د سرپل د صياد ولسوالۍ په خواجه يګان سيمه کې د عملياتو پر مهال يو سيمه ييز پوليس نيولى و.
ده زياته کړه، طالبان هماغه شپه په ياده سيمه کې د دغه سيمه ييز پوليس سر غوڅ کړى دى.
د هغه په وينا، سيمه ييزو پوليسو بيا د ياد سرتېري مړى د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.
دغه راز نوموړى وايي، د امرالله په مشري څلور وسله وال طالبان چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د سولې له لړۍ سره يوځاى شوي وو، يو ځل بيا له طالبانو سره يوځاى شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د روانې مياشتې په شپاړسمه شپه هم د طالبانو د يوې اووه کسيزې ډلې مشر چې شاوخوا دوه مياشتې وړاندې په سرپل کې د سولې لړۍ له لارې د ولسي پاڅون کوونکو له ځواکونو سره يوځاى شوى و؛ خپل پنځه همکاران وژلي او د پوستې ټول مهمات او وسلې يې طالبانو ته سپارلې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن