ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۶ عصري ګودامونه جوړ شول

غزني کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۶ عصري ګودامونه جوړ شول

author avatar
8 Nov 2016 - 17:35
غزني کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۶ عصري ګودامونه جوړ شول
author avatar
8 Nov 2016 - 17:35

غزني ښار (پژواک، ١٨ لړم ٩٥): په غزني ولايت کې د يو ميليون ډالرو په لګښت د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۶ مجهز رغول شوي ګودامونه، ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.

د غزني والي عبدالکريم متين د لړم په ١٨مه د دغو ګودامونو په پرانيست غونډه کې خبريالانو ته وويل چې ياد ګودامونه درې کاله مخکې له نشه يې توکو سره د مبارزي وزارت اړوند د (GPI) پروګرام له لارې منظور او کارونه يې پيل شوي وو.

هغه وايي، دا ګودامونه په برېښنا او ايرکنډېشنونو سمبال دي او د برېښنا د توليد ماشينونه هم لري، خو له سختې اړتيا سره سره يې تر اوسه ګټې اخيستني ته نه وو سپارل شوي.

والي وويل، چې غزني د نورو ولايتونو په څېر ښه حاصلات او مېوې لرې، خو تراوسه ورته په دغه ولايت کې داسې کوم ځاي نه وو جوړ شوي چې خلک پکې خپلې مېوې او تازه سبزي ساتلى او په وخت سره يې بازار ته عرضه کړي واى.

د هغه په وينا، ډيری وخت بزګر خپلې مېوې له وخته مخکې په ارزانه بيه په دې موخه پلوري، چې له منځه ولاړې نشي.

د غزني د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير عبدالله (تسل)   پژواک ته وويل، چې هر يو ګودام  د شاوخوا ۱۰۰۰ ټنو کرنيزو توکو د ساتلو ظرفيت لري.

هغه زياته کړه، چې دا ګودامونه په معياري او مجهز ډول جوړ شوي او اوس مهال يې سوداګرو ته په وړيا توګه په واک کې ورکړي دي.

دده په وينا، سږ کال په دې ولايت کې د پيازو حاصلات ډېر زيات و، خو په بازار کې يې بيه ډېره  ټيټه وه .

دى وايي، چې دوى له بازاره پياز بېرته پيري او دلته يې ساتي بيا يې په مناسب کې وخت کې په هېواد کې دننه او يا له هېواده بهر به يې خرڅ کړي.

د غزني د سوداګرۍ خونو مرستيال حيات الله سليمي وايي، چې سږ کال په دې ولايت کې د پيازو او کچالو توليدات په بي ساري توګه زيات شوي،خو په بازار کې يې بيه ټيټه ده.

دى وايي، سوداګرو هوډ کړى،څو له بازاره پياز او کچالو تر پېرلو وروسته په دغو ګودامونو کې وساتي او وروسته يې په مناسب وخت کې  پروسس او بهرنيو هېوادونو ته صادر کړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، که څه هم په غزني کې سړو خونو ته هم اړتيا شته اوپه دې سره ستونزې په پوره ډول له منځه نه ځي خوبيا هم ګټور دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.