ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

غزني کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
9 Nov 2016 - 15:18
غزني کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
9 Nov 2016 - 15:18

غزني ښار (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په درېيو ولسواليو کې لس طالبان او پنځه پوليس وژل شوي دي.

د غزني د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال اسدالله شجاعي د لړم په ١٩مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې تېره شپه په خواجه عمري، زنخان او مقر ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښتې شوې دي.

هغه وويل چې په دې نښتو کې شپږ طالبان په خواجه عمري او درې نور په مقر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د همدې نښتو پر مهال پنځه طالبان هم ټپيان شوي هم دي.

شجاعي وايي چې په زنخان ولسوالۍ کې هم د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې خو د نښتې پر مهال امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو ده وويل چې له جګړې وروسته په همدې ولسوالۍ کې د ماين د چاودنې له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.

د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي روح الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د دوی په سيمه کې تر سهاره جګړه روانه وه.

هغه وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو وسله وال طالبان بيا ياده مرګ ژوبله نه مني.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د زنخان ولسوالۍ له ډېرې مودې د دوی په لاس کې ده او مقر کې د نښتې پر مهال دوه سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې د غزني ښار په مستانه سيمه کې د پوليسو يو ټانک پر ماين ور برابر شوى چې پنځه پوليس په کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.