ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جوزجان کې یوې ١٧ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې

جوزجان کې یوې ١٧ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې

author avatar
9 Nov 2016 - 12:29
جوزجان کې یوې ١٧ کلنې نجلۍ ځان وژنه کړې
author avatar
9 Nov 2016 - 12:29

شبرغان (پژواک، ١٩ لړم ٩٥): د جوزجان ولایت په منګجک ولسوالۍ کې يوې ١٧ کلنۍ نجلۍ ځان زندۍ کړى دى.

د جوزجان د والي وياند محمدرضا غفوري پژواک ته وويل چې دغه نجلۍ څه موده وړاندې يوه هلک ته کوژده شوې وه او تېره شپه چې کله ټول ويده شوي، يوې بلې خونې ته تللي او ځان يې را ځړولى دى.

د غفوري په خبره، مخکې له دې چې امنيتي کشفي ځواکونه د پېښې ځاى ته ورسېږي، د نجلۍ مور د خپلې لور غاړه له زندۍ خلاصه کړې ده.

هغه زياته کړه چې د موضوع په اړه څېړنې روانې دي، تر اوسه پورې يې د دې نجلۍ د وژنې کوم څرګند لامل نه دى موندلى.

د جوزجان، سرپل او فارياب ولايتونو لپاره د بشري حقونو کمېسيون مشرې مغفرت صميمي وويل چې له شک پرته د دې قضيې تر شا ځينې خبرې شته دي.

هغې زياته کړه: ((ښايي چې دا نجلۍ به په زور او جبر سره کوژده شوې وي.))

هغې زياته کړه چې نجونې له کوم لامل پرته د ځان وژنې اقدام نه کوي، ددغه قضيې لامل هم تاوتريخوالى دى چې هغه يې ځان وژنې ته اړ کړې، خو امنيتي او کشفي ارګانونه بايد په دې اړه کره څېړنې وکړي او د موضوع څرنګوالى په ډاګه کړي.

د مدني ټولنو د شبکې غړي محمد رسول اخندزاده پژواک ته وويل چې له بده مرغه ځينې کورنۍ د خپلو لوڼو د ګډ ژوند په اړه د هغوى له خوښې پرته د زور پرېکړه کوي چې له امله يې دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پيله تر اوسه پورې په جوزجان ولايت کې ٩ ښځو او نجونو ځان وژنه کړې او اووه نورې وژل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.