غزني ښار (پژواک،٢٠لړم ٩٥):د غزني د قره باغ ولسوالۍ ټول ښوونځي له دوو اونيو راهيسې د زده کوونکو پرمخ تړل شوي، چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
د خلکو په وينا، دغه ښوونځي وروسته له هغه وتړل شول، کله چې پوليسو دوه زده کوونکي پر ډزو ووژل.
د قره باغ اوسېدونکي محمد امين ابراهيمزوى د لړم په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، د روانې مياشتې له اومې نېټې راهیسې د دې ولسوالۍ ټول ښوونځي د زده کوونکو پرمخ تړل شوي دي.
د هغه په وينا، دغه ښوونځي خلکو وروسته له هغه وتړل، چې پوليسو دوه زده کوونکي د تالاشۍ پرمهال پر ډزو و وژل.
ده زياته کړه: ((خلک وايي چې مکتبونه به تر هغه تړلي وي، ترڅو دغه پېښه نه وي څېړل شوې.))
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکى محمد اکرم وايي، د طالبانو په هڅونه خلکو د ښوونځيو دروازې تړلې دي.
دى وايي: (( طالبانو خلکو ته وويل چې د پوليسو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د مکتبونو دروازې وتړي.))
د همدې ولسوالۍ د يوې لېسې مدير د نوم له اخيستو پرته پژواک ته وويل، دغه ښوونځي په لومړيو کې د طالبانو په وينا وتړل شول، خو اوس د ولسوالۍ د سپين ږيرو له لوري تړل شوي دي.
نوموړى زياتوي: ((دغو کسانو ويلي، تر هغه چې د پېښې عاملين د قانون منګولو ته ونه سپارل شي، دا ښوونځي به تړلې وي.))
هغه ټينګار وکړ چې هر څه ژر بايد دغه ښوونځي د زده کوونکو پرمخ پرانيستل شي، ځکه دا کار د هېواد له بچيانو سره ستره جفا ده.
خو د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد بيا پژواک ته وويل، په قره باغ ولسوالۍ کې ټول نه، بلکې د ګوتو په شمار ښوونځي تړل شوي دي.
ده زياته کړه، د يادو ښوونځيو د خلاصون لپاره يې پلاوى سيمې ته استولى او خلک هم بايد ورسره همکاري وکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن