ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهسودو پله دواړو خواوو ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې

د بهسودو پله دواړو خواوو ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې

author avatar
12 Nov 2016 - 16:27
د بهسودو پله دواړو خواوو ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې
author avatar
12 Nov 2016 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۲۲ لړم ۹۵): په جلال اباد ښار کې د بهسودو نوي پله دواړو خواوو ته د سړک جوړونې په موخه د جوړو شوو تاسيساتو د نړولو چارې پيل شوې.

د ننګرهار ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د لړم په ۲۲مه پژواک اژانس ته په راستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار کې د بهسودو نوی پول چې په وروستیو کې یې د جوړولو چارې پای ته ورسېدې، د شاوخوا ۶ سوه زره امریکایي ډالرو په لګښت د نوي پله دواړو خواوو ته د سړک جوړونې په موخه د جوړو شوو تاسیساتو د نړولو چارې پيل شوې.

د دغو چارو د پیل کېدو پر مهال سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل چې د دغه ولایت د ولسونو په غوښتنه یې د بهسودو نوي پله دواړو خواو ته د سړک جوړونې په موخه د څو تنو په شخصي ملکیتونو کې جوړو شوو ودانیو او څلور دېوالیو د نړولو چارې پیل کړې .

سرچينې زياته کړې، د يادو ځمکو د استملاک په موخه یې قانوني چارې پيل کړې، خو د سړک د ژر جوړېدو په موخه یې د یادو ځمکو له مسوولینو سره تر خبرو اترو وروسته د څلور دېوالیو او ودانیو د نړولو چارې پیل کړې، تر څو په نوي پله د تګ راتګ په موخه سړک جوړ او د ولسونو ستونزه حل شي .

خبرپاڼه کاږي چې د ننګرهار والي د ځمکو له مسوولینو څخه مننه وکړه چې د ملي ګټو په موخه یې خپلې ځمکې د سړک جوړونې په موخه ورکړې او ډاډ یې څرګند کړ چې د استملاک قانوني چارې به یې ژر تر ژره بشپړې او د قانون له مخې به چلند ترسره کړي .

والي د سړک جوړونې شرکت مسوولینو ته هم سپارښتنه وکړه، څو ژر تر ژره د سړک چارې پيل او پای ته ورسوي .

خبرپاڼې کې وړاندې دا هم راغلي چې د یاد سړک جوړونکي شرکت مسوول الکوزي وویل، د درېیو میاشتو په موده کې به د بهسودو پل دواړو خواوو ته سړکونه له پله سره ونښلوي، د پل د ګلدانیو، برېښنا او نورې نیمګړې چارې به هم بشپړې کړي.

بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري پژواک ته د يادو چارو پر پیلېدو خوښي وښوده؛ خو ټينګار يې وګړ چې د پول د رغولو په څېر دې دغه کارونه نه ځنډول کېږي.

د زمري په وينا، له پله نه هاخوا ډېرې سيمې او حتی دوه ولايتونه پراته دي او که نور يې کار ځنډېږي؛ نو خلکو ته يې مشکل هم ډېرېږي.

د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه پله کارونه د پای ته رسېدو به حال کې دي.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ميراغا منصف پژواک ته وويل چې د پله دواړو خواو ته د سړکونو په جوړېدو د کار پيل هيله مندي پيدا کوي چې پول به ډېر ژر د تګ راتګ لپاره جوګه شي.

د يادولو ده، د بهسودو پول رغولو موضوع له تيرو شاوخوا پنځو کالو راهيسې روانه ده او په همدې ټوله موده کې خلک پر پخواني پله د تګ راتګ پر مهال پر ساعتونو ساعتونو انتظار کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.