ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب څلور ولسواليو ته د کرنيزو اوبو لېږد ستره پروژه ډېر ژر پرانيستل کېږي

د فارياب څلور ولسواليو ته د کرنيزو اوبو لېږد ستره پروژه ډېر ژر پرانيستل کېږي

author avatar
12 Nov 2016 - 17:40
د فارياب څلور ولسواليو ته د کرنيزو اوبو لېږد ستره پروژه ډېر ژر پرانيستل کېږي
author avatar
12 Nov 2016 - 17:40

ميمنه (پژواک،٢٢ لړم ٩٥): د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر ځانګړى استازى وايي، له امو سيند څخه د فارياب څلور ولسواليو کې د کرنيزو اوبو لېږد پروژې کار په پېلېدو سره به سل زره هکتاره ځمکه په فارياب او جوزجان ولايتونو کې خړوبه شي.

د مرکزي اسيا په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي او او د ولسمشر لومړي مرستيال ستر سلاکار چې د يوه دولتي لوړپوړي پلاوي په مشرۍ له امو سيند څخه  د فارياب څلور ولسواليو (اندخوى، قورغان، خانچارباغ او قرمقول) ته د کرنيزو اوبو پروژې لېږد مسير ارزونې او د پروژې کار پرانيستې لپاره د ولسمشرسفر ته لار هوارولو لپاره اندخوى ته سفر کړى دى، وويل چې د فارياب څلور ولسواليو ته د کرنيزو اوبو لېږد پروژې کار به ډېر ژر د ولسمشر له لوري پرانيستل شي.

د ګارګر په وينا، په ياد پلاوي کې چې د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير او د برېښنا وزارت معين محمد فهيم ضيايي شامل دي، د ولسمشر له لارښوونې سره سم يې اندخوى ته سفر کړى دى، څو د کښت لپاره وړ ځمکه تثبيت او د اوبو پروژې لېږد مسير په اړه د سيمې خلکو سره خبرې وکړي.

نوموړي له پژواک خبري اژانس سره د فارياب ولايت څلور ولسواليو کې له امو سيند څخه د اوبو لېږد، يوه اقتصادي او مهمه پروژه وبلله او زياته يې کړه چې دا پروژه لسګونه ميليونه ډالره لګښت غواړي چې په پلي کېدو به يې شاوخوا سل زره هکتاره ځمکه فارياب او يوه اندازه په جوزجان کې خړوبه کړي.

نوموړي زياته کړه: "د دې پروژې په تطبيق سره به لسګونه زره کسان په کار بوخت شي، کرنه او مالداري به وده  وکړي  او د دې ترڅنګ به ٣- ٤٠ ډوله نباتات او غلې دانې او راز راز ګلونه کښت شي او خلک کولى شي خپل توليد کړي ګلان په نېغه توګه له فارياب څخه عربي مملکتونو ته صادر کړي.

ياد حکومتي چارواکي زياته کړه چې پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د کرنيزې اوبو لېږد پروژې په اړه يو منظم راپور چمتو کړي او د کابينې اقتصادي عالي شورا ته دې وړاندې کړي، ځکه چې ولسمشر به نږدې راتلونکې کې د لاجورد پټلۍ پرانيستې لپاره اندخوى د سفر پرمهال دا پروژه په رسمي ډول اعلان او کار يې پرانېزي.

د کرنې او مالدارۍ وزير اسدالله ضمير وويل چې د فارياب کرنيزو اوبو پروژه، پخوا د بهرنيو متخصصينو له لوري مطالعه او لومړنۍ سروې تر سره شوې ده؛ خو ياد پلاوى غواړي چې له امو سيند څخه د اوبو لېږد پروژې په اړه د فارياب څلور ولسواليو د خلکو نظرونه واوري، له امو سيند څخه د کرنې اوبو پايپ لاين لورى او مالي لګښت يې معلوم کړي چې ډېر ژر به اعلان شي.

نوموړي د دې پروژې د مالي لګښت په اړه وويل، کومې ژمنې چې ولسمشر له ملت سره کړي او همداراز د بروکسل غونډه کې شوې ژمنې چې پر بنسټ به يې سترې پراختيايي پروژې پلي شي؛ خو دا چې د فارياب کرنيزو اوبو پروژه خپله کرنې وزارت پلې کوي او يا په ګډه له برېښنا او اوبو وزارت سره پلې کېږي؟ راتلونکې کې به جوته شي.

د کرنې وزير همداراز زياته کړه چې دې سفر کې د فارياب له مالدارانو سره هم خبرې شوې دي؛ هغوى څارويو ته د وښو او خوراکي توکو کمښت او همداراز د کلينيک او درملو نه شتون او د حيواني ناروغيو وقايې په اړه شکايت درلود.

هغه زياته کړه: "موږ د اندخوى له مالدارانو سره ژمنه وکړه چې د درملو او کلينيکونو کمښت ستونزه به ډېر ژر هواره شي."

د اندخوى ولسوال سلطان سنجر د کرنيزو اوبو پروژې له کار څخه د هرکلي ترڅنګ وويل چې د فارياب په څلورو ولسواليو (اندخوى، خانچارباغ، قورغان او قرمقول) کې شاوخوا ٥٠٠زره کسان ژوند کوي؛ د دې پروژې عملي کېدو په صورت کې به د يادو ولسواليو او شاوخوا ولايتونو اوسېدونکو لپاره کاري فرصتونه پيدا شي او د خلکو اقتصادي وضعيت به هم وده وکړي.

نوموړي زياته کړه: "د دې پروژې عملي کېدو سره  به بهرنيو هېوادونو ته د ځوانانو تګ، وسله والو مخالفينو سره د يوځاى کېدو او په نشه يي توکو د روږدي کېدو مخنيوى هم وشي."

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.