ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګې له درېيو وزيرانو د باور رايه واخيسته

ولسي جرګې له درېيو وزيرانو د باور رايه واخيسته

author avatar
12 Nov 2016 - 13:43
ولسي جرګې له درېيو وزيرانو د باور رايه واخيسته
author avatar
12 Nov 2016 - 13:43

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٥): ولسي جرګې د بهرنيو چارو، فواید عامې او کار ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيران د کمې بوديجې لګولو له امله رد کړل.

ولسي جرګې د لړم په ١٢مه نېټه د ١٣٩٤ کال د بوديجې قطعي حساب رد کړ او پرېکړه يې وکړه چې د څو ادارو هغه چارواکي چې تېر کال يې له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې، استيضاح کړي او هغه چارواکي چې د بوديجې په لګولو کې يې درغلي کړې، څارنوالۍ ته ور وپېژني.

د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې د معلوماتو له مخې، ١٧ وزيرانو له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې ده، له دې ډلې يې نن د ټولګټو وزير محمود بليغ، د کار او ټولنيزو چارو وزيره نسرين اورياخېل او د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني جرګې ته استيضاح کړل.

درېيو واړو وزيرانو، د پراختيايي بوديجې د يوې برخې غير اختياري والى، امنيتي ستونزې او بيروکراسي هغه لاملونه وبلل چې له امله يې بوديجه کمه لګول شوې ده.

د بوديجې د کم لګښت د دلايلو له وړاندې کولو وروسته يادو درېيو وزيرانو ته صندوقونه کېښودل شول.

د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې ٢٠٧ وکيلان حاضر وو او د جرګې د کورنيو دندو د اصولو له مخې، که چېرته هر استيضاح شوى وزير ١١٨ يا له دې زياتې د رد رايې ولري، د باور له رد رايې سره مخ کېږي.

خو د بهرنيو چارو وزير د نه باور ١٤٠ رايو په اخيستو، د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزيرې نسرين اورياخېل د نه باور ١٤٤ رايو په اخيستلو سره ونه توانېدل چې د ولسي جرګې د باور وړ وګرځي.

د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د رايو د پايلو له اعلان وروسته له ولسمشره وغوښتل چې د يادو درېيو کسانو پر ځاى نور اشخاص د وزيرانو په توګه د باور رايې اخيستلو لپاره ور وپېژني.

د ولسي جرګې د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې چې سبا ته د ماليې، پوهنې، ترانسپورټ، د دوشنبې په ورځ د لوړو زده کړو، عدليې او ښار جوړونې، د سه شنبې په ورځ د کرنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې، مخابراتو، اوبو او انرژۍ او د چهار شنبې په ورځ د اطلاعاتو او کلتور، اقتصاد، عامې روغتيا او کډوالو چارو وزيران استيضاح او د جرګې عمومي ناستې ته وغواړي.

د ١٣٩٤ کال د قطعې بوديجې د حساب له مخې، پر ١٧ وزارتونو سربېره په پارلمانې چارو کې د دولت وزارت او ٢٢ خپلواکو ادارو له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې ده.

د قانون له مخې ولسي جرګه نه شي کولى چې په پارلماني چارو کې د دولت وزير او د خپلواکو ادارو مشران استيضاح کړي.

جرګې همدارنګه هوډ کړى څو د هغو ادارو د مسوولانو د لرې کولو وړانديز هم له ولسمشر سره شريک کړي چې جرګه يې د استيضاح صلاحيت نه لري او په ١٣٩٤ کال کې يې له اويا سلنې کمه بوديجه لګولې ده.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.