ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي

د بغلان لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي

author avatar
13 Nov 2016 - 17:57
د بغلان لسګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي
author avatar
13 Nov 2016 - 17:57

 پلخمري (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): د بغلان ولايت په بنو اندراب ولسوالۍ کې د خلکو او غير مسوولو وسله والو ترمنځ د نښتې له امله شاوخوا پنځوس کورنۍ کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

 د بنو اندراب ولسوالۍ د سنجتک اوسېدونکي حاجي محمد کريم پژواک خبري اژانس ته وويل چې په قوماندان قيام پورې اړوند غيرمسوول وسله وال له مودو راهيسې د سيمې خلک ځوروي او له دوى باج اخلي، چې په پايله کې يې درې ورځې وړاندې د سيمې خلک د ياد قوماندان له اړونده کسانو سره په نښته کې ښکېل شول.

هغه زياته کړه چې د يادې نښتې په پايله کې د قيام قوماندان يو وسله وال کس وژل شوى، چې له هغه وروسته بيا سپين ږيرو او مشرانو دغه موضوع حل کړه او پرېکړه يې وکړه چې دسيمې خلک به قوماندان قيام ته يو مليون او اتيا زره افغانۍ ورکوي.

خو هغه زياته کړه، کله چې د قوماندان اړونده کس قاتلينو د سپين ږيرو پرېکړه له پښو لاندې کړه او له سيمې وتښتېدل، ياد قوماندان د سنجتک پر سيمې بريد وکړ او د يادې سيمې دوه وروڼه يې وژلي او نورو اوسېدونکو بيا د هغه دوه وروڼه وژلي او نور خلک يې هم ځورولي دي.

 کريم وويل، سپين ږيرو او مشرانو ډېره کوښښونه وکړل څو ياده ستونزه هم حل کړي، خو قوماندان قيام ونه منله، چې په پايله کې د سنجتک کلي ټول اوسېدونکي چې شا وخوا پنځوس کورنۍ کېږي، د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د بنو ولسوالۍ مرکز ته بېځايه شوي دي.

د سنجتک کلي يوه بل اوسېدونکي بازمحمد وويل: "اوس چې موږ د قوماندان قيام له ظلم او تېري راتښتېدلي يو او زموږ ټول شته په کلي کې پاتې دي، د قوماندان قيام اړونده کسان کلي ته تللي او تر دې چې د خلکو د کورونو کړکۍ، دروازې او لرګي هم وړي او کلى د نړېدو په حال کې دى."

هغه زياته کړه چې په دې اړه يې څو ځلې د بنو ولسوالۍ سيمه ييزو او امنيتي چارواکو ته شکايت کړى، خو تر اوسه پورې د دوى ستونزو ته لاسرسى نه دى شوى.

د بنو اندراب ولسوال محب الله محقق پژواک ته وويل چې د سنجتک سيمه د يادې ولسوالۍ له ډېرو لرې پرتو سيمو بلل کېږي چې حکومت پکې د غيرمسووله کسانو د شتون او لرې والي له امله پوره حاکميت نه لري.

هغه زياته کړه: "موږ د سنجتک سيمې د خلکو له بېځايه کېدو خبر يو او په دې هڅه کې يو چې د خلکو ستونزه د سپين ږيرو او مشرانو له لارې حل کړو، څو خلک بيرته خپل کلي ته راوګرځي."

د بنو اندراب ولسوال زياته کړه چې تر اوسه پورې د ياد کلي د اوسېدونکو له لوري دوى ته د دريو کسانو د وژل کېدو او پر دوى د ظلم په اړه شکايت نه دى شوى، خو بيا هم هڅه کوي، څو د دريو کسانو قاتلين او پر کليوالو د ظلم او تېري عاملين ونيسي.

بنو اندراب د بغلان يوه ولسوالۍ ده چې په ياده ولسوالې کې ډېر شمېر غيرمسوول وسله وال کسان ژوند کوي، خو د دولت له لوري تر اوسه پورې د يادو کسانو د نيولو په اړه هيڅ ګام نه دى پورته شوى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.