کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): ناسا اعلان کړى چې د نن او سبا شپې سپوږمۍ به د ځمکې تر ټولو نږدې واټن ته راشي، د دغو شپو سپوږمۍ به له نورو شپو ډېره روښانه او ستره وليدل شي، خو دا پېښه په تېرو ٦٨ کلونو کې بې مخينې ده.
پوهانو هم ويلي چې په دغه حالت کې به سپوږمۍ ١٤ سلنه لويه او له خپلې معمولي بڼې ٣٠ سلنه روښانه وليدل شي.
د امريکا متحده ايالاتو د هوايي چلند ملي سازمان (ناسا) وايي چې د لړم په ٢٣م او ٢٤م ماښام به اسمان د سپوږمۍ ورېځ کوربه وي، يعنې هغه حالت چې د څوارلسمې سپوږمۍ (د سپوږمۍ بشپړه بڼه) د ځمکې تر ټولو نږدې واټن کې وي.
د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دا به له ١٣٢٧ کال نه را په دېخوا د ځمکې او سپوږمۍ تر ټولو نږدې واټن وي.
ناسا وايي، بل ځل چې سپوږمۍ د ځمکې تر ټولو نږدې واټن ته راځي، د ١٤١٣ لمريز کال د ليندۍ ٤مه نېټه به وي چې په دې دوو شپو کې سپوږمۍ له ځمکې نه په ډېر روښانه او بشپړ ډول وليدل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن