جلال اباد (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): د ننګرهار چارواکي وايي چې په اچين ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې د بريد په پایله کې د داعش ۱۳ وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د اچين ولسوالۍ په لته بند سيمه کې تېره ورځ شاوخوا درې بجې بې پيلوټه الوتکې پر داعش وسله والو بريد کړی دی.
هغه وايي چې د دغه بريد په ترڅ کې د داعش ديارلس وسله وال وژل شوي او د دوی يو سوزوکي موټر هم له منځه وړل شوی دى.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د خپرو شوو راپورونو پر بنسټ، په ننګرهار کې شاوخوا ١٥ سوه داعشي وسله وال فعاليت کوي چې له دغه شمېر څخه هره ورځ لسګونه يې د بېلابېلو عملياتو په ترڅ کې وژل کېږي خو لا هم د داعش وسله والو په شمېر کې کموالى نه ليدل کېږي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن