ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول

ننګرهار کې يوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول

author avatar
13 Nov 2016 - 16:42
ننګرهار کې يوولس وسله وال د سولې له بهير سره يو ځای شول
author avatar
13 Nov 2016 - 16:42

جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۵): په ننګرهار کې د ملي امنيت رياست په هڅو د يوه قوماندان په ګډون يوولس وسله وال طالبان د سولې له بهير سره يو ځاى شول.

د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتره د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په سپارل شوو وسلو کې لس کلاشينکوفونه او يو راکټ انداز شامل دي.

خبرپاڼې زياته کړې چې دغو کسانو د قاري صفت د غني خېلو ولسوالۍ لپاره د وسله والو تش په نوم ولسوال تر مشرۍ لاندې د ننګرهار ولايت په غني خېلو، روداتو، کوټ او اچين ولسواليو کې د حکومت ضد فعاليتونه کول.

خبرپاڼه کاږي چې د سولې له بهير سره يو ځای شوو وسله والو طالبانو وويل چې دوی د ننګرهار په بېلابېلو ولسواليو کې د حکومت پر وړاندې جنګېدلي او په لارو او سړکونو کې يې ماينونو ته چاودنې ورکولې.

دوی وويل چې په دې وروستيو کې پر دې پوه شول چې وسله او پيسه ورته له پاکستانه راځي او د پرديو په اشاره خپل هېواد او خلکو ته زيانونه او تلفات اړوي؛ نو له همدې امله يې له مخالفته لاس واخيست.

خبرپاڼې کې دا هم راغلي چې د سولې له بهیر سره يو ځای شوو وسله والو پر ټولو مخالفينو غږ وکړ چې د سولې له بهير سره يو ځای شي او د خپل هېواد په جوړولو کې ونډه واخلي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.