کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٥): ملي امنيت وايي چې په کونړ کې د داعش وسله والې ډلې درې پاکستاني غړي نيول شوي دي.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې شوې دي چې د ملي امنيت له مطبوعاتي دفتره د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان شېرولي، حمزه او نورمحمد نومېږي چې د پاکستان د باجوړ د جندول سيمې اوسېدونکي دي.
سرچينه زياتوي: ((دغه کسان له داعش ډلې سره د یو ځای کېدو په موخه د کونړ ولایت څخه د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی ته روان وو چې ملي امنيت د موظفينو له لوري په اسعداباد ښار کې ونيول شول.))
دغه راز په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان شېر ملنګ په کونړ له امنيتي ځواکونو سره د جګړې پر مهال له خپلو درېيو ملګرو سره وژل شوى او دوه نور ملګري يې ټپيان شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن