جلال اباد (پژواک، ۲۳ لړم ۹۵): د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي چې د دغه ولايت ولسي پاڅون کوونکي به د سرحدي پوليسو په ليکو کې جذب شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۲۳مه پژواک اژانس ته وويل چې د کورنيو چارو وزارت د امنيتي معين مرستيال لوی پاسوال سالم احساس د لومړي نمبر سرحدي لواء له قرارګاه نه د ليدنې پر مهال دا ژمنه کړې ده.
هغه زياته کړه چې پاسوال احساس په ختيځ کې د سرحدي پوليسو مسوولينو ته د پوليسو د لا پياوړتيا، د نهم سرحدي کنډک د جوړېدو او په کې د شينوارو پاڅون کوونکو ځای پر ځای کېدو په موخه يو لړ سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار د والي وياند دغه راز وايي چې د کورنيو چارو وزارت ياد پلاوي د جلال اباد ښار د امنيت د ټينګښت په موخه هم ځانګړې ژمنې کړې دي.
همداراز د کورنیو چارو وزارت چارواکو ويلي دي، پلان لري چې د راتلونکي کال په ترڅ کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار امنیتي حوزو په شمېر کې زیاتوالی راولي.
خوږياڼی وايي چې د کورنيو چارو وزارت پلاوي ژمنه وکړه چې راتلونکی کال به په جلال اباد ښار کې د څلورو نورو امنيتي حوزو د جوړېدو لپاره امکانات برابر کړي او هم به د پوليسو په تشکيلاتو کې ډېروالی راولي.
د يادولو ده، اوسمهال په جلال اباد ښار کې دوه امنيتي حوزې او ۷ ماموريتونه دي چې د دغه ښار د شاوخوا اتو ناحيو د امنيت لپاره بسنه نه کوي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن