غزني- لښکرګاه (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥): د ملي امنيت موظفينو په هلمند او غزني ولايتونو کې کې د دوو موټربم چاودنو مخه نيولې ده.
د ملي امنيت د مطبوعاتي دفتر له لوري د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وسله والو طالبانو غوښتل د تېرې جمعې په ورځ په غزني ښار کې د موټربم چاودنه ترسره کړي.
سرچينه زياتوي: ((طالبانو هوډ درلود چې له چاودېدونکو توکو ډګ د یوه کرولا موټر په وسیله په غزني ښار کې د جمعې د لمانځه پر مهال د محمد مصطفی جامع جومات پر لمونځ کوونکو باندې برید ترسره کړي.))
په اعلاميه کې زياته شوې چې له بريد وړاندې دغه موټر د ملي امنيت ځواکونو له لوري نيول شوى دى.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د هلمند په مرکز لښکرګاه کې هم د ملي امنيت ځواکونو د يو بل موټربم د چاودنې مخه هم نيولې ده.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک ته وويل، وسله والو مخالفينو غوښتل يو کرولا موټر چې له چاودېدونکو توکو ډک و، مرکز لښکرګاه ته داخل کړي.
هغه وايي: ((د ملي امنيت ځواکونو د معلمينو نومرو څنګ ته دغه موټر نيولى دى او بمونه يې ورته خنثى کړي دي.))
ده وويل چې په دې تړاو څوک نه دي نيول شوي.
د افغان دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په تړاو څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن