ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د افغانستان په ولایتونو کې د ویزو اخیستو اسانتیا رامنځته کوي

پاکستان د افغانستان په ولایتونو کې د ویزو اخیستو اسانتیا رامنځته کوي

author avatar
14 Nov 2016 - 13:07
پاکستان د افغانستان په ولایتونو کې د ویزو اخیستو اسانتیا رامنځته کوي
author avatar
14 Nov 2016 - 13:07

جلال اباد (پژواک، ٢٤ لړم ٩٥):  په ننګرهار کې د پاکستان کونسلر وايي چې په  نورو ولایتونو کې د ويزې د څانګو په پرانيستلو سره به د ویزو اخیستو په برخه کې شته ستونزه هوارې شي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي په دغه ولایت کې د پاکستان له کونسل سره پر ډیپلوماتیکو موضوعاتو خبرې اترې وکړې .

هغه زياته کړه، د دې ليدنې پر مهال په بېلابېلو برخو کې د علمي سفرونو، تحصیلي بورسونو، ویزو د ورکړې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وشوې.

خوږياڼى وايي، دواړو مشرانو د دې ناستې پر مهال د پاکستان او افغانستان پر ډيپلوماتيکو اړيکو لا ټينګار وکړ.

د ننګرهار والي ګلاب منګل وويل، د اړیکو د ښه والي په موخه لازمه ده چې د دواړو هېوادونو تر منځ په بېلابېلو برخو کې علمي سفرونه ترسره شي، تر څو په اړوند برخو کې تجربې شریکې او ترې ګټه واخیستل شي .

هغه همدا راز د ویزو په برخه کې مراجعینو ته د لا زیاتو اسانتیاوو له برابرولو څخه یادونه وکړه او ننګرهار ته یې د ځانګړي تحصیلي بورسونو د ورکړې وړاندیز وکړ.

په ننګرهار کې د پاکستان کونسل فرمان الله یوسفزي له سلاکار وزیر او د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه چې په کلتوري، دیني، علمي او نورو برخو کې له رسمي او علمي سفرونو څخه یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې دغه چاره به د دواړو هېوادونو پر اړيکو لا زیات مثبت تاثیر وکړي .

ده زیاته کړه، هره ورځ نږدې پنځه سوه افغانانو ته ويزې ورکوي او ډاډ يې څرګند کړ چې بېلابېلو ولایتونو کې به د نورو څانګو په پرانيستلو سره د ویزو اخیستو په برخه کې هر ډول ستونزه حل شي .

يوسفزي همدا راز ژمنه وکړه چې د ننګرهار ځوانانو ته به تحصيلي بورسونه د ځانګړي کولو په برخه کې هم هلې ځلې وکړي .

نوموړي د ننګرهار له والي سره خپلې يو شمېر ستونزې هم د حل په موخه شريکې کړې.

د يادونې ده، په تورخم کې د پاکستان له خوا تر محدويتونو لګولو وروسته او دا چې له ويزې پرته څوک تګ راتګ نه شي کولى، د پاکستان پر سفارت او کونسلګريو د خلکو ګڼه ګوڼه زياته شوې ده. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.