د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ننګرهار پر زرګونو بزګرو د غنمو تخم او کيماوي سره وېشل کېږي

د ننګرهار پر زرګونو بزګرو د غنمو تخم او کيماوي سره وېشل کېږي

Nov 14, 2016 - 12:00

جلال اباد (پژواک، ۲۴ لړم ۹۵): د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د ننګرهار ولايت اته زره بزګرو ته د څلور سوه ميټريک ټنه د غنمو تخم او د يوزرو دولس ميټريک ټنه کيمياوي سرې د ويش لړۍ پيل شوه.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۲۴مه پژواک اژانس ته وويل، په پام کې ده چې د مرکز په ګډون په ټولو ولسواليو کې د کوپراتيفونو شامل بزګرو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او سره ووېشي.

د نوموړي په وينا، د دغه ولايت له بزګرو سره د کرنيزو تخمونو او کيمياوي سرو مرسته او کومک کولای شي چې د کورني اقتصاد پياوړتيا او ځان بساينې ته زمينه برابره کړي.

د اصلاح شوي تخم او کيمياوي سرې د وېش لړۍ پرون د بهسودو له ولسوالۍ پيل شوه چې پر مهال يې د کرنې او مالدارۍ رييس پوهنمل رفيع الله رحيمزي وويل چې د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې د دغه ولايت له بزګرو سره د څلور سوه ميټريک ټنو په اندازه اصلاح شوی تخم او يو زرو دولس ميټریک ټنه کيماوي سره ووېشي چې پيل يې د بهسودو ولسوالۍ له بزګرو کوي.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوی تخم په هېوادنۍ کچه يو منل شوی او د حاصلاتو له پلوه ښه جنسيت ګڼل شوی. د ده په ټکو کيمياوي سره د هېواد توليد دی چې په مزارشريف ښار کې جوړېږي.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي او يو شمېر قومي مشرانو له بزګرو سره د تخمونو او کيماوي سرو مرسته په کرنيزه برخه کې د ځان بساينې په تړاو مهمه هڅه په ګوته کړه او له اړوند مسوولينو يې غوښتنه وکړه چې د کرنيزو حاصلاتو د لوړولو په موخه شوې مرسته څو چنده لوړه کړي.

بلخوا د مرستې ترلاسه کوونکي يو بزګر احمد ګل وويل چې دا مرسته به له دوی سره د کروندو په ښه والي او د دوی د اقتصاد په غوړېدا کې ښه مرسته وکړي.

هغه غوښتنه وکړه چې حکومت دې د بزګرانو د ژوند ښه والي لپاره ورته نورې برنامې جوړې کړي، تر څو د دوی ستونزې ورسره حل شي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement