ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د طالبانو يو ډلمشر وژل شوی

author avatar
15 Nov 2016 - 16:27
author avatar
15 Nov 2016 - 16:27

جلال اباد (پژواک، ۲۵ لړم ۹۵): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې يې د عملياتو پر مهال د وسله والو طالبانو د يو ډلمشر په ګډون ۳ طالبان وژلي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د لړم په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه عمليات د هوايي ډګر ۰۲ ځانګړې قطعې پرون شپه د يادې ولسوالۍ په ۲۷مې ويالې سيمه کې ترسره کړي دي.

د خوږياڼي د معلوماتو له مخې، په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دی اوښتی او زياتوي چې پر مهال يې وسله والو درې کلاشينکوفونه او يو اندازه نظامي تجهيزات ترلاسه کړي او درې مشکوک وسله يې ژوندي نيولي دي.

طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره ادعا کړې چې د غني خېلو په عملياتو کې يې ګڼ شمېر امريکايي او افغان سرتېري وژلي دي.

دوى د يو طالب د وژل کېدو خبر هم تاييد کړى دى.

د يو بل خبر له مخې، د ننګرهار ولايت پولیسو په جلال اباد ښار کې اوه زره کارتنه قاچاقي بېلابېل ډول خوراکي او غير خوراکي توکي نيولي دي .

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک ته وويل چې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کارکوونکو د جلال اباد په ښار کې په یو ټېلر موټر کې، دوه زره کارتنه شیدې، زر کارتنه جوس، درې زره کارتنه اورلګېت، او زر کارتنه نور بېلابېل ډول خوراکي او غیر خوراکي توکي چې په قاچاقي ډول یې جلال اباد ښار ته لېږدول، نیولي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.