چاريکار (پژواک، ٢٥ لړم ٩٥): د پروان ولايت د بګرام په هوايي ډګر کې ځانمرګى بريدګر، د دولت هغه وسله وال مخالف و چې په ٢٠٠۸ کال کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوى و او له پنځو کلونو راهيسې يې په بګرام هوايي ډګر کې کار کاوه.
دغه ټکى د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسى پژواک خبري اژانس ته څرګند کړ.
ياد بريد د لړم په ٢٢مه سهار مهال ترسره شوى و.
د امريکا د دفاع وزارت اعلان کړى چې په دغه بريد کې په بګرام هوايي اډه کې مېشت څلور بهرني سرتېري وژل شوي او ١٦ نور ټپیان شوي دي.
وسله والو طالبانو د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى او ويلي يې وو چې دغه بريد د هغوى د يوه کس حافظ محمد پرواني له لوري ترسره شوى دى.
خو د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي وايي چې دغه بريد د ٢٣ کلن قاري نايب له لوري ترسره شوى دى، نوموړى د يادې ولسوالۍ د لغماني کلي اوسېدونکى و.
د هغه په خبره، قاري نايب په هوايي ډګر کې کارګر و.
قدوسي وويل چې د قاري نايب پلار او ورور د افغان امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
د پروان د والي وياند وحيد صديقي د ولسوال د خبرو د پخلي تر څنګ وويل چې قاري نايب شاوخوا پنځه کاله وړاندې په دغه ولايت کې د سوېلي کوريا د ولايتي بيارغونې ډلې د حرفوي زده کړو پروګرام ته داخل شوى و او فلزکاري يې زده کړې وه.
نوموړى وايي چې نايب له دغو حرفوي زده کړو وروسته په هوايي ډګر کې د کارګر په توګه کار کاوه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن