لښکرګاه (پژواک، ۲۶ لړم ۹۵): امنيتي ځواکونو د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له يوه زندان څخه ٣٢ کسان راخوشي کړي چې ٢٨ يې امنيتي سرتېري دي خو طالبان بيا وايي چې له دغه زندانه امنيتي سرتېري نه دي ايستل شوي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو د ګرشک ولسوالۍ په شورکۍ سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه زندان عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې څلور ملکي وګړي او ٢٨ امنيتي سرتېري راخوشي دي.
د ځواک د معلوماتو له مخې چې په دغو ٢٨ کسانو کې ډېری يې د ملي اردو سرتېري دي.
ځواک وايي: ((دغه زندان په يو کور کې و، د عملياتو پر مهال د زندان يو ساتونکى تښتېدلى او په سيمه کې نښته نه ده شوې.))
دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي هم ياده پېښه تاييد کړه.
خو ده وويل، له ياد زندانه ٣٦ تنه را ازاد شوي چې ٣٢ يې ملکي وګړي او دوه يې د ملي اردو سرتېري دي.
ځاځى وايي چې د عملياتو پر مهال چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او نه هم څوک نيول شوي دي.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي هم پر ياد زندان د امنيتي ځواکونو چاپه مني خو هغه وايي چې له دغه زندان څخه امنيتي سرتېري نه دي خوشي شوي.
هغه وويل: ((موږ دا ادعا په کلکه ردوو، په سیمه کې د ولسوالۍ مربوط زندان وو چې جنايي بندیان، د دعوو والا خلک، د شخصي جرمونو مرتکبین او نور متهمین په کې ساتل کېدل، دښمن په هغه زندان چاپه وهلې او یو شمېر عام بندیان يې له ځان سره وړي دي.))
احمدي وويل چې دوى امنيتي سرتېري په يو ځاى کې نه ساتي، بلکې په هغو ځايونو کې یې ساتي چېرته چې د طالبانو مهم مرکزونه دي.
د يادونې ده، نږدې يوه مياشت وړاندې د لښکرګاه ښار په بشران سيمه کې تر کلابندۍ وروسته يو شمېر امنيتي سرتېري د طالبانو له لوري ونيول شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن