ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوو

ناټو: د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوو

author avatar
17 Nov 2016 - 11:40
ناټو: د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري کوو
author avatar
17 Nov 2016 - 11:40

جلال اباد (پژواک، ٢٧ لړم ۹۵) : په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د روزنيز ماموريت مرستيال قوماندان وايي چې د يو منظم پلان له مخې به د مذهبي او قومي مشرانو په همکارۍ د سولې بهير په برخه کې همکاري وکړي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ناټو د روزنيز ماموريت (غوڅ ملاتړ) په ټولنيزو چارو کې مرستيال کيسټلانو پرون ناوخته ننګرهار ته سفر  وکړ او له والي ګلاب منګل سره يې وليدل.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مرستيال قوماندان او يوشمېر نورو مسوولينو په دغه کتنه کې د کډوالو، مېرمنو او سولې په تړاو په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.

د ننګرهار والي په دې ليدنه کې ويلي، هڅه کوي چې په دغه ولايت کې د مذهبي او قومي مشرانو په همکارۍ په کليوالي سيمو کې د سولې د راتګ په موخه کمپاينونه ترسره کړي .

هغه زياته کړه، همداراز په دغه ولايت کې د بېلابېلو شوراګانو د جوړېدو، مدني ټولنو او ولايتي شورا په مرسته هم کولای شي چې په دغه ولايت کې د سولې په موخه د منبر،حجرې او غونډو له لارې خپل غږ پورته کړي.

د دغې ناستې په ترڅ کې ننګرهار والي ګلاب منګل د ناټو پلاوي ته په دې ولايت کې د بېرته را ستنېدونکو او داخلي بې ځايه شوو کډوالو په اړه هم معلومات  ورکړل .

نوموړي دغه راز له راستنېدونکو کډوالو سره د لومړنيو مرستو،د حکومت له لوري غير ثبت شوو کورنيو سره د سل ميليونه افغانيو مرستې،د ښارګوټو او د دوی د پوهنيز بهير په برخه کې تر دې مهاله  شوي کارونه او وړانديزونه هم ورسره شريک کړل  .

په ټولنيزو چارو کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت مرستيال قوماندان کيسټلانو وويل، د يو منظم پلان له مخې به د ننګرهار ولايت مقام سره د مذهبي او قومي مشرانو په همکارۍ د سولې بهير په ټينګښت کې مرسته وکړي .

نوموړي ډاډ ورکړ چې د را ستنېدونکو کډوالو کورنيو د زده کوونکو ستونزه به د پوهنې وزارت له لوړ پوړو چارواکو سره د حل په موخه شريکه کړي .

هغه خوښي څرګنده کړه چې په دغه ولايت کې د ښځو لپاره په ګڼ شمېر برخو کې کار ترسره شوی دی .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.