جلال اباد (پژواک، ٢٧ لړم ٩٥): چارواکي وايي چې د ننګرهار ولايت په پچير اګام ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې د داعش اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند سمونمل حضرت حسين مشرقيوال د لړم په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ګډو امنيتي ځواکونو د شاهين شل په نوم د پيل شويوعملياتو پر مهال په پچير اګام ولسوالۍ کې د توپچي بريدونو له امله د داعش شپږ وسله وال وژل شوي او دوه يې ټپيان دي.
هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دى اوښتى.
مشرقيوال دغه راز وويل، چې پوليسو د دې ولايت په کوټ ولسوالۍ کې څلور جريبه کرل شوي کوکنار اړولي دي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې د لومړۍ سرحدي لوا له ښوونيز مرکز څخه ٦٤ تنه ساتونکي فارغ او سندونه ورکړل شول.
د لومړۍ سرحدي لوا درستيزوال سمونوال محمد ايوب حسين خېل فارغ شوو سرتېرو ته د وينا پرمهال وويل چې خپلو دندو ته ځير شي او د سرحدونو په ساتنه کې دې خپله ايماني او وجداني دنده په ښـه توګه ترسره کړي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن