ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“ماشومان مې هره لحظه خپله وژل شوې مور غواړي”

“ماشومان مې هره لحظه خپله وژل شوې مور غواړي”

author avatar
17 Nov 2016 - 18:24
“ماشومان مې هره لحظه خپله وژل شوې مور غواړي”
author avatar
17 Nov 2016 - 18:24

پل علم (پژواک،٢٧لړم٩٥): "زه خپله، خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پخوم، وړې لور ته مې د غوا شيدې ورکوم، خو هغه رانه هره لحظه مور غواړي چې دا حالت هره دقيقه ما وژني."

دا د لوګر د هغه يوه اوسېدونکي محمد اغا څرګندونې دي، چې څه وخت مخکې يې مېرمن د ماين په چاودنه ووژل شوه او د پنځو ماشومانو پالنه ور ترغاړې شوه.

 د روان کال د غبرګولي مياشتې په اتمه نېټه د لوګر د مرکز پل علم په شهيدانو چوک کې د پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه شوه، چې يوه ښځه په کې و وژل شوه او ١٢ نور عام وګړي ټپيان شول.

د همدې وژل شوې ښځې خاوند محمد اغا د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، له نن څخه پنځه مياشتې وړاندې يې مېرمن په پل علم کې د ماين چاودنې په ترڅ کې و وژل شوه.

د هغه د معلوماتو له مخې، له مېرمنې څخه ورته پنځه ماشومان پاتې دي، چې وړه لور يې اوس د لسو مياشتو ده.

د ده په وينا، ټوله ورځ له خپلو ماشومانو سره بوخت دى او د کار کولو لپاره هيڅ وخت نه لري.

نوموړى د چاودنې ترخه خاطره داسې بيانوي: ((زه او مېرمن مې د هغې د مور پوښتنې ته روان وو، د شهيدانو چوک سره مې ښځه د ونې لاندې ودروله او زه لاړم چې هندواڼه واخلم، چې په دې وخت کې د يوې زورورې چاودنې غږ شو، چاودنه په هغه ځاى کې شوې وه، چېرته چې زما ښځه ولاړه وه.))

محمد اغا چې واړه ماشومان يې څنګ ته ناست وو او له سترګو يې اوښکې بهيدې، زياته کړه: ((کله چې د چاودنې ځاى ته ورغلم، نو مې ليدل چې ښځې مې ساه ورکړې وه او وړه لور مې په غېږه يې بې هوښه پرته وه.))

د هغه په وينا، د مېرمنې شاوخوا ته يې ډېر نور کسان هم په وينو لت پت پراته وو  او د پوليسو ويجاړو موټرو د سيمې څېره بدله کړې وه.

محمد اغا لږ غلى شو او بيا يي زياته کړه: ((دا زما په ژوند کې هغه صحنه ده چې کله به يې هم له ياده ونه باسم، يا الله! هېڅ مومن مسلمان له داسې پېښې سره مه مخامخ کوه!))

د ده په خبره، په کور کې يوه بوډۍ مور لري چې هغه د کار کولو توان نه لري، خو دى هم د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولاى بله ښځه وکړي.

دى زياتوي، په لومړيو کې د لوګر والي او نورو چارواکو ورسره د شلو زرو افغانيو ترڅنګ د ځينو توکو مرستې هم کړې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.