د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په غزني کې د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد

په غزني کې د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد

Nov 17, 2016 - 15:58

غزني ښار(پژواک،٢٧لړم٩٥): امنيتي چارواکو په غزني کې د بې اسنادو وسايطو په ګرځيدو او د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګاوه.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيت د ټينګښت او د افغانيو د ارزښت د لوړوالي په موخه يې د بې اسنادو موټرو او موټرسايکلونو په ګرځيدو او د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز لګولى دى.

هغه وويل چې همدې بې اسنادو وسايطو تر ډيره بريده په غزني کې امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.

هغه زياته کړه: (( وسله وال مخالفين ډيرى وخت له همدې بې اسنادو موټرو او موټرسايکلو نو څخه په ترهګريزو بريدونو کې ګټه پورته کوي.))

د امرخېل په وينا، تر دې وروسته د غزني ښار ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې څوک بې اسناده وسايط نه شي ګرځولى او نه هم په کلدارو راکړه ورکړه کولاى شي.

ده وويل، پوليسو ته يې ويلي چې په يادو برخو کې له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

امرخېل د غزني له خلکو غوښتنه وکړه چې په يادو برخو کې ورسره پوره همکاري وکړي او په دې برخه کې کوم خنډ جوړ نه کړي.

بل لورته د غزني ښار اوسيدونکي بسم الله هم له يادې پرېکړې ملاتړ وکړ خو زياته يې کړه: (( مخکې څو ځلې داسې اعلانونه شوي خو بيا يې نتيجه نه ده ورکړې.))

بسم الله له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې خپله ياده پرېکړه په جدي توګه عملي کړي.

هغه دا هم وويل چې په غزني کې بې اسناده وسايط د زورواکو او يا هم دولتي کسانو لخوا ګرځول کيږي ځکه عام خلک دا توان نه لري.

په غزني کې موټر پلورونکي احسان الله وويل: (( سره له دې چې په دې کار موږ تاوان کوو، خو زه ورته ډير خوشحاله يم، په دغه شان کارونو سره هيواد جوړيږي.))

هغه وويل چې په تير يو کال کې يواځې دوه اسناد لرونکي او پاتې نور بې اسناده موټر يې پلورلي دي.

د غزنې يو بل اوسيدونکي جان محمد پژواک ته وويل: (( پوليس بايد پر صرافانو هم کنټرول ولري ځکه دوى په خپله خوښه د کلدارو پر وړاندې د افغانيو نرخ کله ښکته او کله هم پورته کوي.))

خو د غزني امنيه قوماندان وايي چې په يادو ټولو برخو دوى پوره څار کوي او هيچا ته د سرغړونې اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په خوست، پکتيا، ننګرهار، کندهار او ځينو نورو ولايتونو کې هم د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز لګول شوى وو خو اوس هم په کلدارو راکړه ورکړه کيږي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement