ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني کې د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد

په غزني کې د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد

author avatar
17 Nov 2016 - 15:58
په غزني کې د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګېد
author avatar
17 Nov 2016 - 15:58

غزني ښار(پژواک،٢٧لړم٩٥): امنيتي چارواکو په غزني کې د بې اسنادو وسايطو په ګرځيدو او د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز ولګاوه.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل د لړم په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امنيت د ټينګښت او د افغانيو د ارزښت د لوړوالي په موخه يې د بې اسنادو موټرو او موټرسايکلونو په ګرځيدو او د کلدارو په راکړه ورکړه بنديز لګولى دى.

هغه وويل چې همدې بې اسنادو وسايطو تر ډيره بريده په غزني کې امنيت له ګواښ سره مخ کړى دى.

هغه زياته کړه: (( وسله وال مخالفين ډيرى وخت له همدې بې اسنادو موټرو او موټرسايکلو نو څخه په ترهګريزو بريدونو کې ګټه پورته کوي.))

د امرخېل په وينا، تر دې وروسته د غزني ښار ترڅنګ په ټولو ولسواليو کې څوک بې اسناده وسايط نه شي ګرځولى او نه هم په کلدارو راکړه ورکړه کولاى شي.

ده وويل، پوليسو ته يې ويلي چې په يادو برخو کې له سرغړونکو سره قانوني چلند وکړي.

امرخېل د غزني له خلکو غوښتنه وکړه چې په يادو برخو کې ورسره پوره همکاري وکړي او په دې برخه کې کوم خنډ جوړ نه کړي.

بل لورته د غزني ښار اوسيدونکي بسم الله هم له يادې پرېکړې ملاتړ وکړ خو زياته يې کړه: (( مخکې څو ځلې داسې اعلانونه شوي خو بيا يې نتيجه نه ده ورکړې.))

بسم الله له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې خپله ياده پرېکړه په جدي توګه عملي کړي.

هغه دا هم وويل چې په غزني کې بې اسناده وسايط د زورواکو او يا هم دولتي کسانو لخوا ګرځول کيږي ځکه عام خلک دا توان نه لري.

په غزني کې موټر پلورونکي احسان الله وويل: (( سره له دې چې په دې کار موږ تاوان کوو، خو زه ورته ډير خوشحاله يم، په دغه شان کارونو سره هيواد جوړيږي.))

هغه وويل چې په تير يو کال کې يواځې دوه اسناد لرونکي او پاتې نور بې اسناده موټر يې پلورلي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.