ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د غوراوي کمېټې په کار کې هېڅ مداخله نه کېږي

حکومت: د غوراوي کمېټې په کار کې هېڅ مداخله نه کېږي

author avatar
18 Nov 2016 - 09:51
حکومت: د غوراوي کمېټې په کار کې هېڅ مداخله نه کېږي
author avatar
18 Nov 2016 - 09:51

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٥): د ملي يووالي حکومت مشرانو د هېواد له سياسي او جهادي مشرانو سره په ناسته کې وويل، حکومت د نورو بنسټونو په ځانګړي ډول د ټاکنو او غوراوي کمېټې په کار کې هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد سیاسي او جهادي مشرانو سره د عمده ملي، امنیتي او سیاسي مسایلو په اړه د مشورتي ناستو په لړ کې، تېره ورځ ماښام د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو د مرکو د پایته رسېدو مشورتي ناسته په ارګ کې جوړه شوه.

د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴مه په ارګ کې پیل شوی و، وړمه ورځ پای ته ورسېد.

سرچينه کاږي، په پیل کې ولسمشر د هېواد سیاسي او جهادي رهبرانو او مشرانو ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د غوراوي کمېټې له رئیس او غړو څخه وغوښتل، چې د ناستې ګډون کوونکو ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړي.

د غوراوي کمېټې رئیس قضاوتمل جاوېد رشیدي وویل: "موږ خپل کار له صفر پیل کړ او په پیل کې له ۴۰۰ زیات غوښتنلیکونه موجود وو، مګر موږ یوه اونۍ نور هم فرصت ورکړ چې زیات نوماندان مراجعه وکړي او جمعاً د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو لپاره ۷۲۰ تنو غوښتنلیکونه ورکړل او زموږ لومړنیو ارزونو وښودله، چې له ۳۰۰ څخه زیاتو کسانو د عمر او تحصیلي رشتې د نه مطابقت له امله شرایط پوره نه کړل."

هغه زیاته کړه، غوراوي کمېټې د نوملړ د نهایي کولو لپاره د تحصیل، تجربې او مهارت په ګډون لږ تر لږه لس شاخصونه په پام کې ونیول.

د غوراوي کمېټې رئیس وویل، موږ له څو دوره مرکو وروسته تېره چهارشنبه نهایي نوملړ چې ۲۱ تنه د ټاکنو کمیسیون او ۱۵ تنه د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون لپاره وو، جمهوري ریاست ته وړاندې کړ.

د ناستې په ادامه سیاسي شخصیتونو هر یوه محمد عمر داوودزي، وحیدالله سباون، انوارالحق احدي، فاروق وردګ، عبدالحکیم مجاهد، قاضي محمد امین وقاد، استاد محمد محقق، ډاکټر عباس بصیر، انجنیر کریم امین، عبدالکریم خرم، امرالله صالح، عطامحمد نور، ضرار احمد مقبل او ملا سیدمحمد اخوند په ترتیب د غوراوي کمېټې د کار د شېوې په اړه خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

وروسته اشرف غني د هغوی له نظریاتو او نیوکو مننه وکړه، وې ویل، حکومت په هیڅ وجه د نورو بنسټونو په چارو کې مداخله نه کوي.

هغه زیاته کړه، د ټاکنو نوي قانون کې د لومړي ځل لپاره تخلف جرم وګڼل شو او دا مهمه نکته کولای  شي، په ټاکنو کې د تخلفاتو مخنیوی وکړي.

د ده په وينا، شفافې ټاکنې د سیاسي قشر اجماع او همکارۍ ته اړتیا لري.

دى وايي، له ټولو نوماندانو سره مرکې شوي او مهم معیارونه په پام کې نیول کېږي او امانتداري د ټاکنیزو کمیسیونونو له معیارونو څخه یو دی.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.