کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٥): د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي، که حکومت د سلب صلاحيت شويو وزيرانو پرځاى نوي کانديد وزيران ور معرفي نه کړي، ولسي جرګه به بوديجه تصويب نه کړي.
نوموړي دغه څرګندونې، نن په کابل کې د يوې غونډې پرمهال وکړې.
ظاهر قدير وويل، ولسي جرګې د کوم ځانګړي هدف يا کينې پربنسټ وزيران نه دي استيضاح کړي، بلکې دا کار يې د قانون له مخې کړى دى.
دى وايي: "له افغان حکومته غواړو چې د تقابل پر ځای باید یو ځای کار وکړو، ولسي جرګه هېڅکله د دوو قواوو ترمنځ ټکر نه رامنځته کوي، خو د خپلو بېوزلو خلکو له حقه تر مرګه دفاع کوو".
خو حکومت د وزيرانو د استيضاح موضوع د څېړنې لپاره سترې محکمې ته استولې او ويلي يې دي، چې سلب اعتماد شوي وزيران دې د محکمې تر پرېکړې خپلو دندو ته دوام ورکړي.
ولسي جرګې روانه اونۍ ١٦ وزيران استيضاح کړل او په پايله کې يې له ٧ تنو د باور رايه واخيسته.
په يادو شويو وزيرانو کې د بهرنيو چارو، کار او ټولنيزو چارو، فوايد عامې، پوهنې، ترانسپورت، مخابراتو او لوړو زده کړو وزيران شامل دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن